په هند كښې پرله پسې دوه وارې زلزله ٬ د كوم ځاني او مالي زيانه اطلاع تر لاسه نه شوه

نوے ډيلے ۔17فروري (اے پي پي) په هند كښې د ګل په ورځ سهار دوه وارې پرله پسې زلزله راغلې ده ۔ د انډیا ټو ډے راپور تر مخه وړومبۍ زلزله د پايه تخت نوي ډيلي او په نیشنل کیپټل ریجن (این سي آر) په نامه كلي والو سيمو كښې سهار په 5 بجې او په 36 منټه راغله د كومې شدت چې په ریکټر سکیل 4 درجې ریکارډ كړے …

نوے ډيلے ۔17فروري (اے پي پي) په هند كښې د ګل په ورځ سهار دوه وارې پرله پسې زلزله راغلې ده ۔ د انډیا ټو ډے راپور تر مخه وړومبۍ زلزله د پايه تخت نوي ډيلي او په نیشنل کیپټل ریجن (این سي آر) په نامه كلي والو سيمو كښې سهار په 5 بجې او په 36 منټه راغله د كومې شدت چې په ریکټر سکیل 4 درجې ریکارډ كړے شو او دغې مرکز په زمكه كښې بس 5 کلومیټره ژور ؤ ۔د دغې نه لږ وخت پس د بهار ايالت په سیوان كښي كښې سهار 8 بجو سره د 4 درجې شدت زلزله راغله ۔ د دواړو زلزلو څخه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔۔

مزید خبریں