د يو اے اي صدر سره د امرېكې خارجه وزير ټېلې فوني تماس ٬ د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه

دبئ۔14 فرورية (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدے شيخ زايد النهيان سره د امرېكې خارجه وزير ماركوروبېو ټېلې فوني تماس نيولے او د منطقې په وضعه يې خبرې اترې كړي۔ د وام تر مخه امارتي صدر په دغه مهال ووئېل د اسرائيل او فلسطين تر مينځه د شخړې دوه رياستي حل په مينځني ختيز كښې د امن كنجي ده۔ ده په منطقه كښې د تل پاتي امن په …

دبئ۔14 فرورية (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدے شيخ زايد النهيان سره د امرېكې خارجه وزير ماركوروبېو ټېلې فوني تماس نيولے او د منطقې په وضعه يې خبرې اترې كړي۔ د وام تر مخه امارتي صدر په دغه مهال ووئېل د اسرائيل او فلسطين تر مينځه د شخړې دوه رياستي حل په مينځني ختيز كښې د امن كنجي ده۔ ده په منطقه كښې د تل پاتي امن په ضرورت زور راوړو چې ورسره به د هر يو لپاره امن او سلامتيا باوري كړې شي۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو سټرېټجك اړيكو څخه بېلو څانګو كشې د مرستې قوي كولو په طريقو هم خبرې وشوې ۔ دغسې د امارات صدر په ورلډ ګورنمنټس سمټ 2025 كښې د شريكو ڼريوالو لارښودو او پلاويو سره ملاقاتونه وكړل چې پكښې د كويت وزيراعظم ٬ د كولمبيا او پولېنډ صدور او د عراقي كردستان وزيراعظم مسعود بارزاني شامل وو٬ په ملاقتونو كشې په اقتصادي پرمختګ ٬ په تجارتي او ترقياتي څانګو كښې د مرستې په وده خبرې وشوې۔

مزید خبریں