ملګري ملتونه ۔14 فروری(اے پی پی) پاكستان ماحولياتي بدلونونو څخه ځپلے شوو كم آمدن لرونكو هېوادونو لپاره پرمختګ كړو هېوادونو څخه د مناسبې مرستې باوري كولو له په نړيوال مالياتي نظام كښې د اصلاحات غوښتنه كړې ده۔ سېنېټر اېم عبدالقادر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د بېن الپارليماني يونين صدر د ګډې اقدام كلنې ناستې په موقع ووئيل بې وزلي او لوږه مخ په زياتېدو ده او پرمختګ …
ماحولياتي بدلونونو څخه د ځپلے شوو هېوادونو مرستې له په نړيوال مالياتي نظام كښې اصلاحات ته اړتيا ده: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔14 فروری(اے پی پی) پاكستان ماحولياتي بدلونونو څخه ځپلے شوو كم آمدن لرونكو هېوادونو لپاره پرمختګ كړو هېوادونو څخه د مناسبې مرستې باوري كولو له په نړيوال مالياتي نظام كښې د اصلاحات غوښتنه كړې ده۔ سېنېټر اېم عبدالقادر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د بېن الپارليماني يونين صدر د ګډې اقدام كلنې ناستې په موقع ووئيل بې وزلي او لوږه مخ په زياتېدو ده او پرمختګ كوؤنكي هېوادونه د خوراك ٬ ايندھن او مالياتي بحران سره مخ دي۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلونونو منفي اغېز دا ستونزې لا زياتوي۔ ده خبردارے وركړو چې د كال 2030 په پرمختيائي ايجنډا عملدرآمد د ماحولياتي بدلونونو منفي اغېزو د لاسه خطر سره مخ دے۔ ده ووئيل پاكستان په كال 2016 كښې د قامي اسمبلۍ د قرارداد د لارې خپل تلپاتې پرمختيائي هدفونه د قامي پرمختيائي ايجنډې په توګه خپل كړي۔ ده ووئيل زياتره پرمختګ كوؤنكي هېوادونه روغتيا ٬ زده كړو او اقتصادي پرمختګ كښې د سرمايه كارۍ په ځاے د خپلو پورونو ادا كولو كښې زياته سرمايه كاري كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي د سېنېټر فاروق اېچ نائيك په مشرۍ كښې سېنېټرز او د قامي اسمبلۍ په غړو مشتمل 6 كسيزه پارليماني پلاوې په كلن نشست كښې د پاكستان نمائندګي كوي










