د ډز بندۍ نه پس غزہ لپاره د مرستې وركړه زياته شوې خو اوس هم پورا نه ده ،ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔12فروري (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي په 19 جنورۍ د ډز بندۍ كولو نه پس د غزہ پټۍ ته د مرستې سامان رسنه ډېره زياته شوې چې پكښې خیمې هم شاملې دي په كومو چې وړاندې د اسرائیل بندېزونه لګېدلې وو ، خو دا لا اوس هم پورا نه ده ۔ د العربیه تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري چارو وياند ینس لائرکه په جنیوا …

ملګري ملتونه ۔12فروري (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي په 19 جنورۍ د ډز بندۍ كولو نه پس د غزہ پټۍ ته د مرستې سامان رسنه ډېره زياته شوې چې پكښې خیمې هم شاملې دي په كومو چې وړاندې د اسرائیل بندېزونه لګېدلې وو ، خو دا لا اوس هم پورا نه ده ۔ د العربیه تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري چارو وياند ینس لائرکه په جنیوا كښې پریس کانفرنس ته ووئېل د ډز بندۍ په مهال مونږ د بشري خدمات د کارروائیانو دائرہ تر ډېره حده پراخه كولو كښې کامیاب شوي يو چې پكښې خوراك، طبی مرسته او د عارضي استوګنې سهولیات شامل دي ۔ ده ووئېل فلسطینیانو د اربونو ډالر مرستې لپاره اپیلونه کړي دغسې چې غزہ كښې د اسرائیل پوځی آپریشن په نتیجه كښې بے كوره شوو ته استوكڼې وركولو لپاره د یونټو انتطام وكړے شي ۔ دلته د مرستې سامان د داخلېېدو څارنه کونكې د اسرائیلي پوځ مقرر یونټ تر مينځه د ډز بندۍ نه پس د يو لاکھ نه زياتې خیمې غزہ ته رسېدلې دي ۔ ۔جنیوا كښې د مېشته سفارت کارو په وړاندې خطاب کښې ده ووئېل دا وخت غزہ بيخي تباہ حال ده، هلته بنیادي ډھانچه نشته ، خو مونږ په دې اړه په زړه بورې هلې ځلې كوو ۔

مزید خبریں