واشنګټن / قاهرہ ۔12فروري (اے پي پي) مصر وئېلي دي عرب هېوادونه به د فلسطینیانو جبري انخلا لپاره د امریکی منصوبه قبوله نه كړي ۔ د العربیه تر مخه د مصر خارجه وزیر په امریکا كښې خپل هم منصب مارکو روبیو سره د ملاقات نه پس د مصر خارجه وزارت نه جاري کړي بیان كښې وئېلي دي د فلسطینیانو د اړخه د جبري انخلا منصوبې مسترد کولو موقف عرب هېوادونه …
عرب هېوادونه به د فلسطینيانو جبري انخلا لپاره د ټرمپ منصوبه قبوله نه كړي ، مصر

مزید خبریں
واشنګټن / قاهرہ ۔12فروري (اے پي پي) مصر وئېلي دي عرب هېوادونه به د فلسطینیانو جبري انخلا لپاره د امریکی منصوبه قبوله نه كړي ۔ د العربیه تر مخه د مصر خارجه وزیر په امریکا كښې خپل هم منصب مارکو روبیو سره د ملاقات نه پس د مصر خارجه وزارت نه جاري کړي بیان كښې وئېلي دي د فلسطینیانو د اړخه د جبري انخلا منصوبې مسترد کولو موقف عرب هېوادونه مرسته كوي ۔ د مصر خارجه وزارت بیان كښې دا هم وئېلي دي د مصر د اړخه د امریکې خارجه وزیر په دې اړه د مصر او عرب هېوادونو د مؤقف نه خبر كړے دے ۔ د غزہ نه د فلسطینیانو جبري انخلا او د غزہ کنټرول امریکې له وركول به هم نه قبولوي ۔واضحه دې وي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د غزہ صفائۍ لپاره د 20 لاکھه فلسطنيانو مصر او اردن ته د منتقل كولو منصوبه وړاندې كړې ده۔ په كومه چې د ګردې نړۍ سره سره د امریکې او اسرائیل نه هم غبرګون رامخې ته كېږي ۔د خارجه وزارت جاري بیان تر مخه خارجه وزير په امریکا كښې د مينځني ختيز لپاره د امریکې استازي سټیو وټکوف سره هم ملاقات کړے دے ۔د هغه په وړاندې هم د مصر او عرب هېوادونو د فلسطین انخلا په بېبله مؤقف بيان كړے شوے۔ د دې نه علاوہ د مصر خارجه وزارت وئېلي دي نړيوالۍ ورورولۍ له په ګډه د فلسطینیانو حق لپاره د هغوي سره اودرېدل پكار دي ۔










