متحدہ عرب امارات د 2025 تر پايې د 500 نه د زيات اي وي چارجنګ سټيشنز نصب كولو هدف اعلان كړو

دبئۍ 10 فروري (اے پي پي) متحدہ عرب امارات د 2025 تر پايې په هېواد كښې د 500 نه د زيات اي وي چارجنګ سټيشنز نصب كولو هدف اعلان كړېدے۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې يو اے اي په ګرد هېواد كښې د 500 نه د زيات الېكټرك وهيكل چارجنګ سټېشنز نصب كولو منصوبه جوړوي دغسې چې په توان چلېدونكې ټرانسپورټ وده وكړي او د كاربن اخراج كم …

دبئۍ 10 فروري (اے پي پي) متحدہ عرب امارات د 2025 تر پايې په هېواد كښې د 500 نه د زيات اي وي چارجنګ سټيشنز نصب كولو هدف اعلان كړېدے۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې يو اے اي په ګرد هېواد كښې د 500 نه د زيات الېكټرك وهيكل چارجنګ سټېشنز نصب كولو منصوبه جوړوي دغسې چې په توان چلېدونكې ټرانسپورټ وده وكړي او د كاربن اخراج كم كړے شي۔ دا خبره د توان او انفراسټرکچر وزارت توان او د پټروليم چارو انډر سيکرتري شريف العلماء د ګل په ورځ د ورلډ ګورنمنټس سمټ پرانستې په موقع وكړه۔ ده ووئيل چې وزارت كوم چې د يو اے اي وي 50 فيصده ملكيت لري په كال 2024 كښې په ګرد هېواد كښې د سلو نه زيات چارجنګ سټېشنز نصب كړي او د زيات شوي طلب له مخې دې نېټ ورك ته په تندۍ سره پراختيا وركولې كېږي۔ ده ووئيل چې دا پروګرام د نجي څانګې او ځائي چارواكو سره په ګډه د يو جامع لائحې د لارې كولې شي٬ دغسې چې اي ويز ته مضبوط انفراسټركچر وركړے شي٬ كوم چې د قام تلپاتې هدفونو سره همكارا وي۔ ده ووئيل چې وزارت تر كال 2030 د تجديد وړ توان پېداواري صلاحيت تر 14 ګېګاواټ نه د زياتولو هدف لري٬ كوم چې د يو اے اي د كلين ګرين توان د عزم يو اهمه برخه ده

مزید خبریں