اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د اسرائيل صدر ائزك هرزوګ وئيلي دي چې صدر ډونلډ ټرمپ به غزه څخه د فلسطينيانو د كډې كولو په تجويز د عرب هېوادونو مشرانو سره خبرې اترې پېل كوي۔ د رشيا ټوډے له مخې فاکس نيوز سره خپلې مركه كښې د اسرائيل صدر په دې خبره زور راوړې چې د امريكې صدر په غزه د پوځي قبضې خبره نه كوي۔ د اسرائيل …
امريکائي صدر به غزه څخه د فلسطينيانو د كډې كولو په تجويز عرب مشرانو سره خبرې پېل كوي۔ د اسرائيل صدر

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د اسرائيل صدر ائزك هرزوګ وئيلي دي چې صدر ډونلډ ټرمپ به غزه څخه د فلسطينيانو د كډې كولو په تجويز د عرب هېوادونو مشرانو سره خبرې اترې پېل كوي۔ د رشيا ټوډے له مخې فاکس نيوز سره خپلې مركه كښې د اسرائيل صدر په دې خبره زور راوړې چې د امريكې صدر په غزه د پوځي قبضې خبره نه كوي۔ د اسرائيل صدر د فلسطين په ګاٶنډي هېوادونو زور راوړوې چې ھغوي دې د دې مسئلې متبادل حل وړاندې كړي٬ ده ووئيل چې صدر ډونلډ ټرمپ به د ټولو نه وړاندې د اردن باچا او د مصر صدر او زما په خيال د سعودي ولي عهد سره هم ملاقات كوي ځكه چې دغسې چې سباٶن لپاره تل پاتې منصوبه تشكيل كړې شي٬ د ټرمپ په منصوبه كښې د غزه د بيا رغونې تصور وړاندے كړے شوے دے ٬ په دې منصوبه كښې بې كوره فلسطينيان په ابتدائي توګه اردن٬ مصر او د عرب نورو هېوادونو ته د منتقل كولو تجويز وركړے شوے دے او د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو د دې تجويز ملاتړ كړے دے










