واشنګټن۔7فروری(اے پی پی) په امريكا كښې پاكستاني سفير رضوان سعيد شېخ وئيلي دي پاکستان د انسانيت او مذهبونو د احترام يو اوږد تاريخ لري۔ په واشنګټن كښې د پاكستان سفارتخانه كښې ګردې امريكې څخه راغلو د مذهبي لارښودو پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ په تاريخ كښې يو زغم لرونكے قام پاتي يؤ كوم چې په زرګونه كاله تاريخ كښې د مذهبونو او كلتور …
پاكستان د انسانيت او مذهبونو د احترام يو اوږد تاريخ لري ٬ په امريكا كښې د پاكستان سفير شېخ رضوان مذهبي لارښودو سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
واشنګټن۔7فروری(اے پی پی) په امريكا كښې پاكستاني سفير رضوان سعيد شېخ وئيلي دي پاکستان د انسانيت او مذهبونو د احترام يو اوږد تاريخ لري۔ په واشنګټن كښې د پاكستان سفارتخانه كښې ګردې امريكې څخه راغلو د مذهبي لارښودو پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ په تاريخ كښې يو زغم لرونكے قام پاتي يؤ كوم چې په زرګونه كاله تاريخ كښې د مذهبونو او كلتور احترام كړے ۔ د يوې عهد نامې په توګه د پاكستاني بېرغ حواله وركولو سره ده ووئيل په پاكستاني بېرغ كښې سپين رنګ د اقليتونو نمائندګي كوي۔ په پلاوي كښې د ’’پرے ان جیزز نیم آرګنائزیشن‘‘ ډاکټر چیپلین ګورډن، د اے سی آر اېف بانی چیئرمېن عدنان خان، په اے سی آر اېف كښې د بورډ وائس چیئر پیګی بلسټن، نیکول سټرلنګ، د سټرلنګ فاؤنډېشن وی پی او چیف ریلېشن آفیسر او اولیو کنسلټنګ انټرنېشنل كښې د پروګرامز ډائرېکټر صوفیه اوټاسووی شامله وه۔ پاكستاني سفير په خپل ريماركس كښې د شرېكې ګټې او مكالمې په اهميت خبره وكړه او د مذهبي اختلافات په شمول د شخړو هواري كښې يۍ د سفارت كارۍ په كردار زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه كار كول وي۔ پاكستاني سفير ووئيل پاكستان د يو قامي رياست په حېث كله هم د نړيوالو مسئلو حل لټولو له د خبرو اترو عمل څخه نه وروستو كيږي۔ ده زياته كړه چې زمونږ ترجيح اختلافات نه بلكې د مشتركات په بنياد د سباؤن شناخت جوړول دي۔ په دې موقع د امرېکن سېنټر فار ریلیجیئس فریډم (اے سی آر اېف) چیف اېګزېکټیو آفیسرجناہ سکاټ په سفارتخانه كښې په مېلمستيا او په مكالمه خبرې كولو د پاكستاني سفير ستائنه كولو سره ووئيل د پاكستان سفارت سره مرسته به د بېلو مذهبونو ترمينځه امن او همغږۍ ته وده وركړي۔ پلاوي پاكستانے سفير په كراچۍ كښې د ’’ پاکستان پیس اېنډ هارمنی ګېدرنګ 2025 ‘‘كولو وړاندېز څخه هم خبر كړو چې مقصد يۍ د پاكستان د بېلا بېلو مذهبي ورورولو ترمينځه يووالي او همغږۍ ته وده وركول دي۔ پاكستاني سفير د دې وړاندېز په حقيقت بدلولو له د سفارتخانې لخوا د مرستې باور وركړو










