تل ابیب۔7فروری(اے پی پی) د اسرائيل پخواني وزيراعظم اېهود باراك د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د غزه په پټۍ كښې د اوسېدونكو نزدې 20 لكه فلسطينيانو بهر هېوادونو ته د منتقل كولو منصوبه خيالي ګرځولې ده۔ د العربيه اردو له مخې ده تېره ورځ د اسرائيل آرمي رېډيو ته ووئيل داسې نه ښكاري چې په دې منصوبه چا جدي غور كړے وي۔ ده سپيناوې وكړو چې د منطقې اعتدال پسند …
د ډونلډ ټرمپ غزه څخه د فلسطينيانو ويستلو منصوبه “خيالي تصوير” دے: پخوانے اسرائيلي وزيراعظم ايهود باراك

مزید خبریں
تل ابیب۔7فروری(اے پی پی) د اسرائيل پخواني وزيراعظم اېهود باراك د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د غزه په پټۍ كښې د اوسېدونكو نزدې 20 لكه فلسطينيانو بهر هېوادونو ته د منتقل كولو منصوبه خيالي ګرځولې ده۔ د العربيه اردو له مخې ده تېره ورځ د اسرائيل آرمي رېډيو ته ووئيل داسې نه ښكاري چې په دې منصوبه چا جدي غور كړے وي۔ ده سپيناوې وكړو چې د منطقې اعتدال پسند عرب رياستونو لپاره د ټرمپ د بې سوچه منصوبې په ځواب كښې غوره تګلاره وضعه كول معقول ده۔ په دې تناظر كښې هسپانوي وزير خارجه جوزے مېنوئل الباریس تېره ورځ د اسرائيلي دفاع وزير یسرائیل کاټز هغه وړاندېز رد كړو په كوم كښې چې هغه وئيلې وو چې سپېن به فلسطينيان غزه څخه د بې كوره كېدو په صورت وصول كري۔ ده هسپانوي رېډيو ستېشن “آر اېن ای” سره مركه كښې ووئيل غزه د فلسطينييانو خاوره ده۔ غزه بايد د سباؤن د فلسطيني رياست برخه جوړه شي۔ د نهې په ورځ امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ وائټ هاؤس كښې د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نېتن ياهو سره ملاقات څخه وروستو وئيلې وو امريكا به د غزه د پټۍ كنټرول سنبال كړي او په دې سيمه كښې پاتې كېدونكي فلسطيني وګړي به په نورو هېوادونو كښې آباد كړې شي










