بیجنګ۔7 فروری (اے پی پی) چين وئيلي دي غزه د فلسطينيانو ده ٬ دا به د ځنګل د قانون ښكار نه شي۔ دا خبره د چين خارجه وزارت تېره ورځ د غزه پټۍ د آبادۍ جبري هجرت په اړه د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په وړاندېز خپله تبصره كښې وكړه۔ د العربیه اردو له مخې خارجه وزارت خپل بيان كښې ووئيل چین د فلسطيني اولس د قانوني ملي حقونو بشپړ …
غزه د فلسطينيانو ده ٬ د ځنګل د قانون ښكار به نه شي: چين

مزید خبریں
بیجنګ۔7 فروری (اے پی پی) چين وئيلي دي غزه د فلسطينيانو ده ٬ دا به د ځنګل د قانون ښكار نه شي۔ دا خبره د چين خارجه وزارت تېره ورځ د غزه پټۍ د آبادۍ جبري هجرت په اړه د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په وړاندېز خپله تبصره كښې وكړه۔ د العربیه اردو له مخې خارجه وزارت خپل بيان كښې ووئيل چین د فلسطيني اولس د قانوني ملي حقونو بشپړ ملاتړ كوي۔ په بيان كښې دا هم ووئيل شول غزہ د فلسطينيانو ده ٬ د دغې كومه سياسي سودا كېدې شي او نه به دا د ځنګل د قانون ښكار شي۔ چینائي خارجه وزارت ووئيل چين د غزه د آبادۍ هدف جوړېدو سخت مخالفت كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د نهې په ورځ د غزه په پټۍ د كنټرول ترلاسه كولو او د دې د آبادۍ اردن يا مصر ته د منتقل كولو منصوبې ذكر كړے ؤ۔ د ټرمپ په دغه وړاندېز په ګرده نړۍ كښې د احتجاج صورت حال رامخې ته شوو٬ بلخوا ملګرو ملتونو هم د غزه پټۍ كښې د فلسطينيانو د نسلې وژنې په اړه خبردارے وركړے دے۔










