د نسل كشۍ منصوبه ٬ په امريكا كښې پخواني سعودي سفير د ټرمپ د غزه پلان وغندلو

ریاض۔7فروری(اے پی پی) په امريكا كښې د سعودي عربستان پخواني سفير پرنس تركي الفيصل وئيلي دي د صدر ډونلډ ټرمپ په غزه د كنټرول او د فلسطيني وګړو د ويستلو منصوبه به د نسل وژنې برابر وي كومه به چې د نوو شخړو او خونړي جنګ سبب وګرځي۔ د عرب نيوز له مخې پرنس تركي الفېصل كوم چې د مملكت د انټېلی جنس سروسز مشر هم پاتې شو د امريكائي …

ریاض۔7فروری(اے پی پی) په امريكا كښې د سعودي عربستان پخواني سفير پرنس تركي الفيصل وئيلي دي د صدر ډونلډ ټرمپ په غزه د كنټرول او د فلسطيني وګړو د ويستلو منصوبه به د نسل وژنې برابر وي كومه به چې د نوو شخړو او خونړي جنګ سبب وګرځي۔ د عرب نيوز له مخې پرنس تركي الفېصل كوم چې د مملكت د انټېلی جنس سروسز مشر هم پاتې شو د امريكائي نيوز چېنل سي اېن اې ته وركړې مركه كښې د امريكائي صدر هغه تبصره مسترد كړه په كومه كښې چې هغه غزه ته د پوځ لېږلو او د دغې د ‘رېوېر آف مډل ایسټ‘ جوړولو ذكر كړے ؤ۔ ده ووئيل زه هيله لرم چې عرب نړۍ ٬ اسلامي هېوادونه ٬ اروپا او نورو هېوادونه به دا معامله په ملګرو ملتونو كښې پورته كړي دغسې چې دا په ډاګه شي چې نړۍ په پاګل پن د اډانه لرونكې نسل وژنې منصوبې مخالفت كوي۔ ده دا هم ووئيل صدر ټرمپ كه د سعودي عربستان دوره كوي نو د سعودي عربستان مشرتابه لخوا هغه ته وئيلې كېدې شي چې هغه كوم وړاندېز وركوي هغه سم او معقول نه دے بلكې بېخي ناجائز او په ظلم اډانه دے

مزید خبریں