د جنګ بندۍ نفاذ نه پس د مرستي سامان 10 زره ټركونه غزه ته رسيدلې دي ۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي)ملګرو ملتونو كښې د بشري چارو رابطه کار ټام فليچر ووئيل په 19 جنوري د جنګ بندۍ لوظنامې نه پس تر اوسه د مرستي سامان 10 زره څخه زيات ټركونه غزه ته رسيدلې دي۔العربيه اردو له مخې په دې لړ كښې ټام فليچر په ايکس خپل پوسټ كښې ووئيل دا د غزه پټي ته رسيدلې مرسته كښې په زړه پورې اضافه ده۔د شورو په …

ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي)ملګرو ملتونو كښې د بشري چارو رابطه کار ټام فليچر ووئيل په 19 جنوري د جنګ بندۍ لوظنامې نه پس تر اوسه د مرستي سامان 10 زره څخه زيات ټركونه غزه ته رسيدلې دي۔العربيه اردو له مخې په دې لړ كښې ټام فليچر په ايکس خپل پوسټ كښې ووئيل دا د غزه پټي ته رسيدلې مرسته كښې په زړه پورې اضافه ده۔د شورو په ورځ د شهري دفاع وياند محمود باصل ووئيل غزه پټي كښې فلسطينيان ناوړه انساني صورت حال كښې ژوند كوي۔ ګڼ شمير خلق د آسمان لاندي په ژوند كولو مجبوره دي څوك جې كومه استوګنه نه لري۔وياند له مخې غزه پټي كښې د موسم سخت صورت حال له امله د ګڼو خلقو ژوند د سختو خطرو سره مخ دے

مزید خبریں