ممبۍ۔6 فرورو (اے پي پي ) په هند كښې راپار شوي يو ځنګلي هاتهي په موټر سائيكل روان يو جرمن سېلګرے اووژلو۔ د اے ايف پي تر مخه د هند پوليس د اړخه جاري بيان تر مخه د تامل ناډو په فاسټ ريزرو كښې يو المانے د هاتهي په بريد كښې مړ شو۔ 77 كلن المانے وګړے په موټر سائيكل د تامل ناډو ايالت كښې د ټائيګر وېلې څخه تېرېدو …
هند كښې يو ځنګلي هاتهي په موټر سائيكل روان جرمن سېلګرے مړ كړو

مزید خبریں
ممبۍ۔6 فرورو (اے پي پي ) په هند كښې راپار شوي يو ځنګلي هاتهي په موټر سائيكل روان يو جرمن سېلګرے اووژلو۔ د اے ايف پي تر مخه د هند پوليس د اړخه جاري بيان تر مخه د تامل ناډو په فاسټ ريزرو كښې يو المانے د هاتهي په بريد كښې مړ شو۔ 77 كلن المانے وګړے په موټر سائيكل د تامل ناډو ايالت كښې د ټائيګر وېلې څخه تېرېدو چې په سړك يو راپارېدلي هاتهي پرې بريد وكړو ٬ په كوم كښې چې هغه سخت ژوبل شو۔ مرستيالې ډلې سېلګرے نزدې روغتون ته منتقل كړو خو هغه په لار كښې ژوند د لاس وركړو ۔ واضحه دې وي چې هند كښې د يوې اندازې تر مخه 30 زره ايشيائي ځنګلي هاتيان موجود دي كوم چې زياتره په سېلګرو او ځائي خلقو ورخيژي۔










