كويت كښې غېر ملكيانو لپاره هم د واده نه وړاندې طبي معائنه لازمي وګرځولې شوه

كويت سټي۔6 فروري(اے پي پي) كويت كښې غېر ملكيانو لپاره هم د واده نه وړاندې د طبي معائنې شرط لازمي وګرځولے شو۔ د العربيه تر مخه د كويت صحت وزارت د واده نه وړاندې د طبعې ضوابط كښې د ترميم كولو سره د غېر ملكي جوړې لپاره هم ټېسټ لازمي وګرځولو۔ د كوېت صحت وزارت وېنا ده د واده نه وړاندې د جوړو د طبعې معائنې كولو مقصد د ټولنې …

كويت سټي۔6 فروري(اے پي پي) كويت كښې غېر ملكيانو لپاره هم د واده نه وړاندې د طبي معائنې شرط لازمي وګرځولے شو۔ د العربيه تر مخه د كويت صحت وزارت د واده نه وړاندې د طبعې ضوابط كښې د ترميم كولو سره د غېر ملكي جوړې لپاره هم ټېسټ لازمي وګرځولو۔ د كوېت صحت وزارت وېنا ده د واده نه وړاندې د جوړو د طبعې معائنې كولو مقصد د ټولنې روغتيا برقرار ساتل ده۔دغسې چې مورثي رنځونه ختم شي ۔ د وزارت وېنا ده د واده لپاره طبعي معائنه يوازې د كويت وګړو لپاره نه ده بلكې غېر ملكياتنو لپاره به هم وي ٬ هغه كه يو د كوېت وي او بل غېر ملكي يا دواړه۔ واضحه دې وي د سعودي پشمول په ګڼو عرب هېوادونو كښې د خپلو وګړو لپاره د واده نه وړاندې د طبعي معائنې قانون د ډېرې مودې نه نافذ دے٬ د كوم مقصد چې د مورثي رنځونو خاتمه كول دي۔

مزید خبریں