تهران ۔6فروری (اے پی پی) ايران وئيلي دي چې د جوهري وسلو په اړه د امريكا اندېښنې لرې كېدې شي۔ د العربیه له مخې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي تېره ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې زمونږ د جوهری وسلو جوړولو په اړه د امريكا اندېښنې كومه پېچلې مسئله نه ده٬ د ايران د پراخا كچې تباهي خپرونكو وسلو مخالفت نظر كښې نيولو سره دا مسئله حل كېدې …
د جوهري وسلو په اړه د امريكا اندېښنې لرې كېدې شي: ايران

مزید خبریں
تهران ۔6فروری (اے پی پی) ايران وئيلي دي چې د جوهري وسلو په اړه د امريكا اندېښنې لرې كېدې شي۔ د العربیه له مخې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي تېره ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې زمونږ د جوهری وسلو جوړولو په اړه د امريكا اندېښنې كومه پېچلې مسئله نه ده٬ د ايران د پراخا كچې تباهي خپرونكو وسلو مخالفت نظر كښې نيولو سره دا مسئله حل كېدې شي۔ ده ووئيل كه بنيادي اندېښنه هم دا ده چې ايران دې د جوهري وسلو تكل نه كوي نو دا كومه پېچلې مسئله نه ده۔ ده ووئيل دا خبره ښكاره ده چې ايران د عدم خپرونې لوظنامې غړے دے او د ستر لارښود آيت علي خامنه اي فتوې وړاندې څخه په پراخا كچه د تباهي خپرونكو وسلو په ضد زمونږ دريځ په ډاګه كړے دے۔ د ده وېنا وه چې زيات فشار اچول يوه ناكامه تجربه ده او دا يو وارې بيا كول به د يوې بلې ناكامۍ سبب وګرځي










