وزيراعظم نېتن سره به د مغربي غاړې د ځېنې برخو په اسرائيل كښې په ضم كولو خبرې كېږي ٬ ډونلډ ټرمپ

واشنګټن۔4 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي زه به نن د نهې په ورځ د اسرائيل وزيراعظم بنيامين نېتن سره د مغربي غاړې د ځېنې برخو په اسرائيل كښې په ضم كولو خبره كوم ۔ د العربيه تر مخه ډونلډ ټرمپ دا خبره د اسرائيل وزيراعظم نېتن سره د ملاقات نه وړاندې سپينه ماڼې كښې خبريالانو سره وكړه۔ ډونلډ ټرمپ ووئېل اسرائيل يو وړوكے غوندې …

واشنګټن۔4 جنوري (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي زه به نن د نهې په ورځ د اسرائيل وزيراعظم بنيامين نېتن سره د مغربي غاړې د ځېنې برخو په اسرائيل كښې په ضم كولو خبره كوم ۔ د العربيه تر مخه ډونلډ ټرمپ دا خبره د اسرائيل وزيراعظم نېتن سره د ملاقات نه وړاندې سپينه ماڼې كښې خبريالانو سره وكړه۔ ډونلډ ټرمپ ووئېل اسرائيل يو وړوكے غوندې هېواد دے او په دې كښې بدلون راوستل پكار دي۔ ټرمپ دا اعلان هم وكړو چې د دې خبرې هيڅ ضمانت نشته چې د غزه په پټۍ كښې به د اسرائيل او فلسطين تر مينځه روانه ډز بندي قائمه پاتې شي۔ دغې نه پس د مينځني ختيز لپاره د ټرمپ خاص استازي سټيووينكوف (څوك چې د ده خواته ناست ؤ) ووئېل په جنګ بندۍ تر اوسه په مضبوطيا قائم يو او مونږ هيله لرو چې يرغمال به راخلاص كړو او خلق به بچ كړو۔ د صورتحال په اړه يوې امناكې تصفيې ته رسېدو لپاره هيله مند يو۔

مزید خبریں