په دبۍ كښې د غېر قانوني وطن پرېښودونكو په ضد تفتيشي كمپائن كښې 6 زره كسان ونيولے شول

دبۍ۔ 4 جنوري (اے پي پي)په متحده امارات دبۍ كښې د غېر قانوني تاركين وطن لپاره ايمنسټي اسكيم په 31 دسمبر 2024 ختمېدو نه پس د 270 نه زياتې تفتيشي كاروائۍ وكړې شوې۔ د امارات اليوم تر مخه د وېزې په خلاف ورزۍ د 6 زره نه زيات كسان نيولې شوي ۔ په جنورۍ كښې د يوې محفوظې ټولنې په سر خط پېل شوي كمپائن په مهال د نيولے شوو …

دبۍ۔ 4 جنوري (اے پي پي)په متحده امارات دبۍ كښې د غېر قانوني تاركين وطن لپاره ايمنسټي اسكيم په 31 دسمبر 2024 ختمېدو نه پس د 270 نه زياتې تفتيشي كاروائۍ وكړې شوې۔ د امارات اليوم تر مخه د وېزې په خلاف ورزۍ د 6 زره نه زيات كسان نيولې شوي ۔ په جنورۍ كښې د يوې محفوظې ټولنې په سر خط پېل شوي كمپائن په مهال د نيولے شوو كسانو د امارت نه د ويستلو لړۍ روانه ده۔ د چارواكو وېنا ده د نيولے شوو 93 فيصد خلقو د امارت نه د بے دخله كولو كار بشپر شوے دے۔ ياد دې وي د دوبۍ حكومت د هغه چا لپاره د چا اقامې او وېزې چې ختمې وې هغوي لپاره په وړومبي ستمبر 2024 د خصوصي مهلت اعلان كړے ؤ كوم چې تر 31 اكتوبر ؤ چې پكښې بيا د دريو مياشتو اضافه وكړې شوه۔ د مهلت په مهال وطن پرېښودونكو ته د نوي ملازمت لوظنامه تر لاسه كولو او د قانوني قيام موقع وركرې شوې وه۔

مزید خبریں