اوسلو۔ 31 جنوري (اے پي پي) ناروے وئېلي دي مونږ به د ملګرو ملتونو د فلسطين كډوالو ادارې (انروا) ته 24 ملين ډالر وركوو۔ د العربيه تر مخه دا خبره د ناروے خارجه وزير ايپن هارته ايډے يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئېل غزه دا وخت د تباهۍ په حالت كښې ده۔ ځكه د انروا مرسته د وړاندې نه زياته ضروري ده ۔ د ده وېنا وه دا ډېره عجيبه …
د اسرائيل بندېز رد كړے شو۔ د ناروے انروا ته د 24 ملين ډالر وركولو اعلان

مزید خبریں
اوسلو۔ 31 جنوري (اے پي پي) ناروے وئېلي دي مونږ به د ملګرو ملتونو د فلسطين كډوالو ادارې (انروا) ته 24 ملين ډالر وركوو۔ د العربيه تر مخه دا خبره د ناروے خارجه وزير ايپن هارته ايډے يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئېل غزه دا وخت د تباهۍ په حالت كښې ده۔ ځكه د انروا مرسته د وړاندې نه زياته ضروري ده ۔ د ده وېنا وه دا ډېره عجيبه او د حېرانتيا خبره ده چې د اسرائيل قوانين په داسې وخت كښې د بندېز لپاره راوړاندې شوي چې كله انروا د تباه حال خلقو مرسته كوي۔ واضحه دې وي د زيارت ورځې 30 جنورۍ نه د اسرائيل په انروا لګولي بندېز باندې عمل درآمد پېل شو د كومو په نتيجه كښې چې انروا په غزه كښې ٬ په مقبوضه مغربي غاړه كښې او په ختيز يروشلم كښې د فلسطين كډوالو مرستې لپاره هلې ځلې به روانې ونه ساتلې شي۔









