واشنګټن ۔31جنوری(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ وئيلي دي موجوده حكومت د جمهوري ادارو مضبوطولو او معيشت مستحكمولو عزم لري۔ ده تېره ورځ په واشنګټن كښې د ’’اېمبېسډر انسائیډر سیریز‘‘ يوې دستورې ته د خطاب په مهال په پاكستان كښې اقتصادي بحالي او د سرمايه كارۍ ګټور او په زړه پورې چاپېريال په ډاګه كولو سره څو مهمو اشارو پلو اشاره وكړه په كومو …
پاكستان د خپلو جمهوري ادارو او معيشت مضبوطولو عزم لري: په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شيخ دستورې ته خطاب

مزید خبریں
واشنګټن ۔31جنوری(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شېخ وئيلي دي موجوده حكومت د جمهوري ادارو مضبوطولو او معيشت مستحكمولو عزم لري۔ ده تېره ورځ په واشنګټن كښې د ’’اېمبېسډر انسائیډر سیریز‘‘ يوې دستورې ته د خطاب په مهال په پاكستان كښې اقتصادي بحالي او د سرمايه كارۍ ګټور او په زړه پورې چاپېريال په ډاګه كولو سره څو مهمو اشارو پلو اشاره وكړه په كومو كښې چې په افراط زر كښې ښكاره كمے شامل دے۔ ده ووئيل دا نتيجه د حكومت د فعاله اقتصادي پالېسيو ثبوت دے۔ په دستوره كښې د امريكائي تھنك ټېنك كميونټي غړو ٬ د كېپټل هل عملې ٬ د زده كړو پوهانو او د سول سوسائټي او ميډيا استازو ګډون وكړو۔ پاكستاني سفير ووئيل د امريكا او پاكستان تجارتي اړيكې مضبوطې دي٬ امريكا د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي همكار دے۔ ده ووئيل د سفير په حېث زمونږ لومړۍ ترجيح اقتصادي سفارتكارۍ ته وده وركول او تجارتي اړيكې لا مضبوطول دي۔ ده وئيل پاكستان په مېنوفېکچرنګ او په خاص توګه د لوبو سامان او د جراحۍ په آلات كښې مسابقتي بريا لري۔ ده سی پېک د چين خليج فارس او افريقائي ماركيټونو سره تړونكې د بدلون يوه منصوبه ګرځولو سره امريكائي كمپنيو ته د پاكستان د تجارتي ترغيبات لټولو بلنه وركړه۔ ده د پراکټر اېنډ ګېمبل، پېپسی ته او د نېسلے په څير ملټي نېشنل كارپورېشنز مثالونه وړاندې كړل كوم چې د پاكستان په اقتصادي وضعه كښې بهترۍ څخه مستفيد كيږي۔ پاكستاني سفير د سيمه ايزې سلامتيا اندېښنه لرې كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د ثابت قدمۍ پخلے وكړو۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كونكے د اولني صف په هېوادونو كښې شامل دے او دې سره سره پخپله د ترھګرۍ ښكار هم دے۔ ده ووئيل پاكستان د خپل غېر محفوظو پولو محفوظولو له هڅې كوي۔ د پاكستان سفارت پرېس ريليز له مخې پاكستاني سفري مهمو امرېكائي پالېسي جوړؤنكو سره خبرې كړي او په دې وروستو اونيو كښې يۍ د كانګرېس لږ تر لږ 40 غړو سره ملاقاتونه كړي۔ ده ووئيل پاكستان د دوه نړيوالو طاقتونو امريكا او چين ترمينځه د پل كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلونو خطرې سره مخ دے۔ ده ووئيل پاكستان د آئي اېم اېف او نړيوال بانك په څير نړيوالو مالياتي ادارو سره د ماحولياتي بدلونونو منفي اغېزو مخنيوي له په فعاله توګه كار كوي









