واشنګټن ۔30 جنوری(اے پی پی)د امريكا پلازمينې واشنګټن ايئر پورټ ته نزدې د مسافرو الوتكه پوځي چورلكې سره د ټكر كېدو پیښې په نتيجه كښې درياب ته پرېوته ٬ پېښې څخه سمدستي وروستو د مرستې كارروايۍ پېل شوې دي۔ د امرېکن ایئر لائنز پرواز یو اېل 5432 کېنساس ښار وکیټا څخه واشنګټن ته رسېدلے ؤ په دې كښې 60 كسان او چورلكه كښې د عملې 4 كسان وو۔ تر دې …
واشنګټن، امریکائي الوتكه پوځي چورلكې سره د ټكر كيدو له امله درياب ته پريوته ٬ د مرستې كارروايۍ روانې دي
واشنګټن ۔30 جنوری(اے پی پی)د امريكا پلازمينې واشنګټن ايئر پورټ ته نزدې د مسافرو الوتكه پوځي چورلكې سره د ټكر كېدو پیښې په نتيجه كښې درياب ته پرېوته ٬ پېښې څخه سمدستي وروستو د مرستې كارروايۍ پېل شوې دي۔ د امرېکن ایئر لائنز پرواز یو اېل 5432 کېنساس ښار وکیټا څخه واشنګټن ته رسېدلے ؤ په دې كښې 60 كسان او چورلكه كښې د عملې 4 كسان وو۔ تر دې دمه د كوم ځاني زيان تصديق نه دے شوے۔ له پېښې څخه وروستو په رېګن نېشل ايئرپورټ ټول پروازونه معطل كړې شول٬ امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د پېښې په اړه خبر كړے شو۔ د ډونلډ ټرمپ وېنا وه چې فضائي پېښې سره د اړوند صورتحال په خپله نګراني كوم۔









