پریاګ راج۔29 جنوری(اے پی پی) د هندي ايالت اتر پردېش په پرياګ راج ښار كښې په روانه مها كمبھ مېله كښې د هلې ګولې د لاسه د مړو او ژوبل شوو شمېره سوونو ته د رسېدو اندېښنه ښكاره كولې شي۔ د هندي ميډيا له مخې تر دې دمه د لس كسانو د مړينې تصديق شوے دے٬ بياهم د آزادو ذريعو له مخې د مړو شمېره دې څخه څو چنده زياته …
هند ٬ په كمبھ مېله كښې د مړو او ژوبل شوو شمېره سوونو ته د رسېدو اندېښنه

مزید خبریں
پریاګ راج۔29 جنوری(اے پی پی) د هندي ايالت اتر پردېش په پرياګ راج ښار كښې په روانه مها كمبھ مېله كښې د هلې ګولې د لاسه د مړو او ژوبل شوو شمېره سوونو ته د رسېدو اندېښنه ښكاره كولې شي۔ د هندي ميډيا له مخې تر دې دمه د لس كسانو د مړينې تصديق شوے دے٬ بياهم د آزادو ذريعو له مخې د مړو شمېره دې څخه څو چنده زياته ده۔ د الماني رسنيو ادارې ډوئچے ویلے رپورټ له مخې چارواكو تر دې دمه د ځپليو سمه شمېره ښودلې نه ده ٬ بياهم د ځايي خبريالانو له مخې نزدې 2 سوه كسانو څخه زيات مړه او ژوبل شوي دي۔ د کمبھ مېلې په مهال 29جنوری، د مونی اماوسیا، ورځ تر ټولو مقدس ورځ ده۔ په دې ورځ د كنګا او جمنا په سنګم كښې لامبلو لپاره د لكھونو په شمېر كسان جمع شول او د چارواكو له مخې د هلې ګولې دا پېښه رامخې ته شوه۔ د ځايي خبريالانو له مخې د هلې ګولې څخه سمدستي وروستو انتظاميې د مېلې په كورېج بندېز لګولو سره خبريالانو څخه د هغوي كېمرې واخستې چې له امله يۍ د اصل صورتحال اندازه لګول ګران شوي دي۔ پرېس ټرسټ آف انډیا د يو اهلكار حواله وركولو سره وئيلي چې د سنګم غاړې ماتېدو د لاسه ځينې كسان ژوبل شوي كوم چې روغتون كښې بستر كړې شوي دي۔ د ابلاغ ځايي رسنيو اطلاع وركړې چې د دې پېښې څخه وروستو اوبو ته لامبلو له په كوزېدو په عارضي توګه بندېز لګولے شوے دے۔ دې څخه وړاندې هم دا ډول پېښی رامخې ته شوي دي۔ په كال 1954 كښې کمبھ مېله كښې 800 ٬ 1986 كښې 200 ، 2003 كښې 39 او 2013 كښې 42 كسان مړه شوي وو۔









