ممبۍ۔29 جنوري (اے پي پي)په هند كښې د نړۍ تر ټولو لويه مذهبي اجتماع كښې د زغل د لاسه د مرګونو شمېره 15 ته رسېدلې ده ۔ د اے ايف پي تر مخه د اتر پردېش په پرياګ راج كمبه مېله كښې يو ډاكټر د نوم نه څرګندولو په شرط ووئېل تر اوسه د لږو نه لږ 15 كسان مړي شوي او په درځنونو ژوبل دي۔ په شپږو اونيو مشتمله …
هند ٬ په كمبه مېله كښې د زغل له امله د مرګونو شمېره 15 ته ورسېده٬ په درځنونو ژوبل

مزید خبریں
ممبۍ۔29 جنوري (اے پي پي)په هند كښې د نړۍ تر ټولو لويه مذهبي اجتماع كښې د زغل د لاسه د مرګونو شمېره 15 ته رسېدلې ده ۔ د اے ايف پي تر مخه د اتر پردېش په پرياګ راج كمبه مېله كښې يو ډاكټر د نوم نه څرګندولو په شرط ووئېل تر اوسه د لږو نه لږ 15 كسان مړي شوي او په درځنونو ژوبل دي۔ په شپږو اونيو مشتمله مېله چې په 13 جنورۍ پېل شوې وه پكښې د هند او ټولې نړۍ نه د 40 كروره نه زيات عقيدت مند ګډون كوي۔ د ځايي حكومت عهدېدار آكناشارانا پرېس ټرسټ آف انډيا ته ووئېل زغل هغه وخت جوړ شو چې د ګڼې قابو كولو لپاره ولاړ ركاوټونه له مينځه لاړل ۔ياد دې وي چې په 1954 كښې په كمبه مېله كښې د 400 نه زيات كسان چقېدلې او مړي شوي وو۔









