ریاض ۔29جنوری (اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره خپل همڅنګ هاكان فيدان ملاقات وكړو په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې ګټې په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزيرانو د سعودي او تركيه ترمينځه د اړيكو او دې ته په بېلو برخو كښې د ودې وركولو تګلارو جاج واغستو۔ په …
سعودي خارجه وزير سره د خپل ترك همڅنګ ملاقات ٬ په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې ګټې په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه
ریاض ۔29جنوری (اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره خپل همڅنګ هاكان فيدان ملاقات وكړو په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې ګټې په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اېس پي اے له مخې خارجه وزيرانو د سعودي او تركيه ترمينځه د اړيكو او دې ته په بېلو برخو كښې د ودې وركولو تګلارو جاج واغستو۔ په سيمه ايزه او نړيواله وضعه او په دې لړ كښې په روانو هڅو هم خبرې اترې وشوې۔ په دې موقعه د سعودي خارجه وزير د سياسي چارو سلاكار ډاكټر سعود الساطي او په تركيه كښې سعودي سفير فهد بن اسعد ابو النصر هم موجود ؤ۔











