رياض۔28 جنوري(اے پي پي) د سعودي عرب د بلديات او هاوسنګ وزير ماجد الحقيل وئېلي دي د لږ آمدن لونكو د سعودي وګرو لپاره به سږ كال د 4 لاكهه 50 زره ريالو يو كور او ټول 20 زره كورونه جوړولې شي۔ د ورځپانې 24 تر مخه د نړيوال رئيل اسټېټ پلېټ فرم په اړه پرېس كانفرنس كښې د 120 هېوادونو د 500 نه زيات پوهان او سرمايه كار شريك …
لږ آمدن لرونكو د سعودي وګړو لپاره د 20 زره هاوسنګ يونټس جوړولو اعلان
رياض۔28 جنوري(اے پي پي) د سعودي عرب د بلديات او هاوسنګ وزير ماجد الحقيل وئېلي دي د لږ آمدن لونكو د سعودي وګرو لپاره به سږ كال د 4 لاكهه 50 زره ريالو يو كور او ټول 20 زره كورونه جوړولې شي۔ د ورځپانې 24 تر مخه د نړيوال رئيل اسټېټ پلېټ فرم په اړه پرېس كانفرنس كښې د 120 هېوادونو د 500 نه زيات پوهان او سرمايه كار شريك وو ۔ ده زياته كړه سږ كال به د شخصي څانګې سره په بېلو ښارونو كښې 1 لاكهه 40 زره د منځومانې كورونه د كومو بيعه چې 8 لاكهه 50 زره پورې وي معارفي كولې شي۔د ده وېنا وه تېر كال په پراپرټي سېكټر كښې 14 فيصد زياتوالے رېكارډ كړے شوے۔ ٬ دغسې د كال 2023 په مقابل كښې د تعميرات په څانګه كښې 7 فيصد زياتوالے وليدے شو۔ د دې نه وړاندې د پراپرټۍ سباون په سر خط د يوې دستورې څلورم سېشن د پرانستې په موقع ده ووئېل تېر كال د منصوبو 192 لائسنس جاري كړے شوي د كوم ماليت چې 147 ارب رياله ؤ۔











