افغانستان كښې د چاوديدونكو توكو چاودلو څخه 2 كوچنيان پحق ورسيدل

کابل۔28جنوري (اے پي پي) د افغانستان قندھار ولايت كښې د پخوانو جنګونو څخه د پاتې شوو چاودېدونكو توكو په چاودلو 2 كوچنيان په حق رسېدلې دي ۔ شنهوا د نهې په ورځ د ولايت پولیس وياند اسد اللہ جمشید تر مخه ووئېل دا پیښه تېره ورځ سپن بولدک اولسوالۍ كښې رامخې ته شوه چرته چې دوو كوچنيانو خپلې بيزې ساتلې چې د لوبو ګوډاګي غوندې څيز په لاس ورغلو ٬ …

کابل۔28جنوري (اے پي پي) د افغانستان قندھار ولايت كښې د پخوانو جنګونو څخه د پاتې شوو چاودېدونكو توكو په چاودلو 2 كوچنيان په حق رسېدلې دي ۔ شنهوا د نهې په ورځ د ولايت پولیس وياند اسد اللہ جمشید تر مخه ووئېل دا پیښه تېره ورځ سپن بولدک اولسوالۍ كښې رامخې ته شوه چرته چې دوو كوچنيانو خپلې بيزې ساتلې چې د لوبو ګوډاګي غوندې څيز په لاس ورغلو ٬ كوچنيانو ورسره لوبې كولې خو د ډیوائس په چاودلو دواړه كوچنيان په هغه دم په حق ورسېدل ۔ افغانستان كښې د اونۍ ختمېدو نه پس دا دويمه پیښه ده ۔ تېره پیښه د اتوار په ورځ د مشرقي پکتیا په زازئۍ آریوب كښې رامخې ته شوې وه چې پكښې يو كوچنے پحق رسېدلے ؤ او نور 5 ژوبل شوي وو ۔

مزید خبریں