واشنګټن ۔28جنوری (اے پی پی) المان د غزه اولس اردن يا مصر ته د منتقل كولو په اړه د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په وړاندېز غبرګون ښودلو سره تبصره كړې ده۔ د العربيه له مخې د المان خارجه وزارت وئيلي دي چې فلسطینی آبادی دې غزه څخه بې دخله نه كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د امريكائي صدر په وړاندېز په لويه كچه رد عمل رامخے ته …
فلسطيني وګړي دې بې كوره نه كړې شي٬ د ټرمپ په وړاندېز د المان غبرګون
واشنګټن ۔28جنوری (اے پی پی) المان د غزه اولس اردن يا مصر ته د منتقل كولو په اړه د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په وړاندېز غبرګون ښودلو سره تبصره كړې ده۔ د العربيه له مخې د المان خارجه وزارت وئيلي دي چې فلسطینی آبادی دې غزه څخه بې دخله نه كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د امريكائي صدر په وړاندېز په لويه كچه رد عمل رامخے ته شوے دے۔ په خپله الوتكه كښې خبريالانو سره خبرو كښې ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې اردن او مصر دې زياتو نه زيات فلسطيني وګړي قبول كړي ځكه چې د غزه تړانګه په بشپړه توګه ويجاړه كړې شوې ده او دغلته د اړي ګړي وضعه ده۔ ټرمپ دا هم ووئيل چې د فلسطيني وګړو خپل هېواد څخه ويستل عارضي او اوږدې مودې لپاره هم كېدې شي۔ د ډونلډ ټرمپ د وړاندېز په ځواب كښې اردن د خپل خارجه وزير اېمن الصفدي د لارې د فلسطيني وګړو نقل مكاني مسترد كړه۔ اېمن الصفدی په يو خبري كنفرنس كښې ووئيل چې اردن اردني او فلسطين فلسطيني وګړو لپاره دے۔ مصري خارجه وزير هم د فلسطيني وګړو خپل هېواد څخه د بې كوره كولو هڅې مسترد كړې دي۔











