د لبنان او اسرائیل لوظنامه كښې تر 18 فرورۍ پراختيا وكړې شوه ، سپينه ماڼۍ

واشنګټن۔27جنوري (اے پي پي )وائت هاؤس وئېلي دي د لبنان او اسرائیل لوظنامه كښې تر 18 فروري پراختيا شوې ده ځكه چې اسرائیل د سيمې نه د خپل پوځ ستنولو له د تېر ډیډ لائن لوظ تر سره نه كړو ۔د اے ایف پي تر مخه وائټ هاؤس تېره ورځ مختصر بیان كښې ووئېل د لبنان او اسرائیل تر مينځه لوظنامه د كومې څارنه چې امریکا كوي تر 18 فرورۍ …

واشنګټن۔27جنوري (اے پي پي )وائت هاؤس وئېلي دي د لبنان او اسرائیل لوظنامه كښې تر 18 فروري پراختيا شوې ده ځكه چې اسرائیل د سيمې نه د خپل پوځ ستنولو له د تېر ډیډ لائن لوظ تر سره نه كړو ۔د اے ایف پي تر مخه وائټ هاؤس تېره ورځ مختصر بیان كښې ووئېل د لبنان او اسرائیل تر مينځه لوظنامه د كومې څارنه چې امریکا كوي تر 18 فرورۍ 2025 به نافذ العمل وي ۔ سپينې ماڼۍ دا هم ووئېل امریکا د 7 اکتوبر 2023 نه پس د نيولے شوو لبناني بنيوانو ستنولو لپاره اسرائیل او د لبنان سره به خبرې كوي ۔ د لبنان صحت وزارت تر مخه بیان كښې په واضحه توګه د جنګ بندۍ ذکر ونه كړے شو ، په كومه چې د جنګ بندۍ په حقله شكونه زياتېږي او د اتوار په ورځ د اسرائیل ځواكونو د کارروائیو په مهال 22 كسان شهیدان كړل چې پكښې 6 مېرمنې هم شاملې وې۔

مزید خبریں