ماسکو 26 جنوري (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پيوټن يو ځل بيا وئيلي چې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات کول غواړم۔د روس سرکاري ټيلي ويژن سره خبرو كښې ده ووئيل ښه به دا وي چې زمونږ ملاقات وشي او د شريكې خوښي په چارو خبري اتري وكړو۔صدر ټرمپ سره د اړيكو په اړه صدر پيوټن ووئيل د امريکې موجوده صدر سره عمر له زمونږ د کاروبار …
صدر پيوټن يو ځل بيا د ټرمپ سره د ملاقات خواهش څرګند كړو
ماسکو 26 جنوري (اے پي پي) د روس صدر ولاديمير پيوټن يو ځل بيا وئيلي چې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات کول غواړم۔د روس سرکاري ټيلي ويژن سره خبرو كښې ده ووئيل ښه به دا وي چې زمونږ ملاقات وشي او د شريكې خوښي په چارو خبري اتري وكړو۔صدر ټرمپ سره د اړيكو په اړه صدر پيوټن ووئيل د امريکې موجوده صدر سره عمر له زمونږ د کاروبار په شان د عملي او اعتماد رشته ده۔ دې څخه وړاندې صدر ټرمپ ههم د صدر پيوټن سره زر تر زره د ملاقات خواهش څرګندوني سره وئيلي ؤ چې يوکرين كښې جنګ زر تر زره ختمولو ته اړټيا ده۔











