اسلام آباد۔24جنوري(اے پي پي ) پاکستان د ملګرو ملتونو او عرب لیګ مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي دې مرستې څخه به د ترهه ګرۍ، منظمو جرائمو او د موسمیاتی بدلون غوندې نړيوالو چیلنجونو مقابلې كولو له مرسته تر لاسه شي ۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منیر اکرم د سلامتي کونسل غونډې ته خطاب كښې په عرب نړۍ كښې د …
د ملګرو ملتونو او عرب لیګ په كوټلو هلو ځلو د نړيوالو چیلنجونو مقابلې لپاره به مرسته تر لاسه شي ، پاکستان
اسلام آباد۔24جنوري(اے پي پي ) پاکستان د ملګرو ملتونو او عرب لیګ مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي دې مرستې څخه به د ترهه ګرۍ، منظمو جرائمو او د موسمیاتی بدلون غوندې نړيوالو چیلنجونو مقابلې كولو له مرسته تر لاسه شي ۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منیر اکرم د سلامتي کونسل غونډې ته خطاب كښې په عرب نړۍ كښې د امن، سلامتیا او پرمختګ لپاره د 22 كسيز تنظیم عرب لیګ مهم کردار څرګندولو سره ووئېل د شخړو هواري، بشري مرستې او خبرو اترو له په ودې وركولو كښې د عرب لیګ هلې ځلې د سيمه ايزو بحرانونو په لار نيولو كښې مهمې پاتي شوي۔ ده ووئېل پاکستان د عرب نړۍ سره خپلو تاریخي او ژورو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د سيمه ايزو شخړو هواري او د شخړو په خبرو اترو پرامن حل له ودې وركولو كښې د عرب لیګ د هلو ځلو په زړه پورې مرسته كوي ۔ د ده وېنا وه د پاکستان تر ټولو مهمه پام لرنه د پخوانو شخړو هواري ته ده په خاص توګه هغه شخړې كومې چې د غیر ملکي قبضې او د خود ارادیت څخه د انکار نتیجه ده او په دې كښې فلسطین او د جموں و کشمیر شخړې په خاص توګه د ذکر وړ دي ۔ ده ووئېل د دې ادارو تر مينځه مؤثر شراکت دارۍ له د كار استعداد فرق لرې كولو سره سره تل پاتي فنانسنګ هم باوري كول غواړي ۔ منیر اکرم ووئېل عرب لیګ له د اسلامي مرستې تنظیم ( او آئي سي )، د اقتصادي مرستې تنظیم او د جنوب مشرقي اسيا د هېوادونو تنظیم ( آسیان ) سره هم د روابط زياتولو ترغیب وركول غواړي ۔ده ووئېل لیګ آف عرب سټیټس د مشرق وسطیٰ د مهمې مسئلې فلسطین په اړه د پیښو چیلنجونو مقابله كښې مهم کردار ادا کړے۔ پاکستاني استازي د جنګ بندۍ باوجود په مغربي غاړه او په خاص توګه جنین كښې د اسرائیلي تشدد زياتوالے تشویشناک وګرځولو ۔ده ووئېل عرب لیګ په ټوله نړۍ كښې امن، سلامتیا او د ترقۍ ودې له پرله پسې كار كړے او د شخړو هواري ، بشري مرستې او د خبرو اترو په وده کښې د دې تنظیم هلې ځلې د سيمه ايزو بحرانونو مقابلې له مهمې پاتي شوي۔ده هيله ښكاره كړه چې پاکستان به غزہ كښې د جنګ بندۍ مرستې ،دغه مستقل ګرځولو ، د غزہ محصور اولس ته په بشري بنیادونو ریلیف باوري كولو او د دوه ریاستي حل لپاره سفارتي عمل بحالولو كښې مهم کردار ادا کول روان ساتي ۔











