ډيووس۔ 23 جنوري (اے پي پي)ايران وئېلي دي مونږ كله هم د جوهري وسلو هڅه نه ده كړې٬ هيله ده چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ به د اسلامي جمهوريه سره چارې په زېركتيا مخ په وړاندې بوځي ۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د ايران د تزويري چارو نائب صدر محمد جواد ظريف د سئټزر لېنډ په ډيووس ښار كښې نړيوال اقتصادي فورن ته وېنا كښې وكړه۔ …
مونږ كله د جوهري وسلو هڅه نه ده كړې ٬ هيله ده د امرېكې صدر به د اسلامي جمهوريه سره چارې په زېركتيا وراندې بوځي٬ ايران

مزید خبریں
ډيووس۔ 23 جنوري (اے پي پي)ايران وئېلي دي مونږ كله هم د جوهري وسلو هڅه نه ده كړې٬ هيله ده چې د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ به د اسلامي جمهوريه سره چارې په زېركتيا مخ په وړاندې بوځي ۔ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د ايران د تزويري چارو نائب صدر محمد جواد ظريف د سئټزر لېنډ په ډيووس ښار كښې نړيوال اقتصادي فورن ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئېل د ايران نه د نړۍ سلامتيا ته هيڅ خطر نشته ځكه چې مونږ كله د جوهري وسلو هڅه نه ده كړې ۔ ده ووئېل زه هيله لرم چې دا ځل به ډونلډ ټرمپ زيات سنجيده او حقيقت خوښے وي۔ واضحه دې وي چې صدر ټرمپ د خپلې پخوانۍ پالېسۍ بېرته د اختيارولو عزم كړے چې پكښې ايران د جوهري و بېسټك ميزائل پروګرامز او سيمه ايزو هلو ځلو په اړه د لوظنامې په حقله خبرو اترو ته د مجبورولو په غرض اقتصادي فشار كارول دي۔










