ډيووس۔ 23 جنوري (اے پي پي) د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني وئېلي دي په سوريه لږېدلي بندېزونه زمونږ هېواد ته پیښ تر ټولو لويې چېلنج دے او بندېزونه پورته كول زمونږ د هېواد د استحكام بنياد دے۔ اسعد الشيباني د ډيووس كانفرنس په مهال يوه وېنا كښې ووئېل نړۍ له پكار دي چې هغه خپل بندېزونه په روسيه كښې ناست بشارالاسد په خلاف د لګولو امر وكړي ۔ ده …
بندېزونه پورته كول زمونږ هېواد له د استحكام بنياد دے ٬ سوريه
ډيووس۔ 23 جنوري (اے پي پي) د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني وئېلي دي په سوريه لږېدلي بندېزونه زمونږ هېواد ته پیښ تر ټولو لويې چېلنج دے او بندېزونه پورته كول زمونږ د هېواد د استحكام بنياد دے۔ اسعد الشيباني د ډيووس كانفرنس په مهال يوه وېنا كښې ووئېل نړۍ له پكار دي چې هغه خپل بندېزونه په روسيه كښې ناست بشارالاسد په خلاف د لګولو امر وكړي ۔ ده ووئېل په سوريه كښې د سلامتيا حالات د قبلولو وړ شوي٬ اوس به زمونږ هېواد د ټولو طبقو لپاره وي او په كومه كورنۍ جهګړه يا فرقه واريت كښې به لاس نه لري۔ د سوريه خارجه وزير واضحه كړه چې دمشق به دا خبره باوري كوي چې په هېواد كښې د سوريه مېرمنو كردار وي۔ نوې انتظاميه نه غواړي چې سوريه په مرسته انحصار ولري ۔ ده ووئېل سوريه د توان او بجلۍ په څانګو كښې د خليجي هېوادونو سره د شراكت دارۍ جوړولو لپاره كار كوي۔ ده ووئېل په سوريه كښې صعنتي او د سېلګرۍ اسانيو كښې د سرمايه كارۍ غوره موقعې شته۔ ده ووئېل نوې انتظاميه به د پېشه وره تعليمي نصاب معرفي كوي ۔ اسعد الشيباني دا هم عنديه وركړه چې د لويو اقتصادي چېلنجونو مقابله كولو باوجود د سوريه معيشت د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره پرانستے به وي۔ ده ووئېل سوريه يو امن لرونكے رياست جوړېدل غواړي او د دې نه به د نړۍ يو هم هېواد ته هيڅ خطر نه وي۔











