لاس اېنجلس ۔23جنوری(اے پی پی) د لاس اينجلس په يوه بله سيمه كښې په لويه كچه د اور لګېدو پیښه رامخې ته شوه ٬ چارواكو دغې سيمې څخه 50 زره كسانو ته د وتلو امر كړے۔ د کېلی فورنیا ډیپارټمنټ آف فارېسټری اېنډ فائر پروټېکشن له مخې نوي اور كوم ته چې د هیوز فائر نامه وركړې شوې د شورؤ په ورځ سهار ولګېدو كوم چې 9 زره اېكټر څخه …
د لاس اينجلس په يوه بله سيمه كښې په لويه كچه د اور لګېدو پېښه ٬ 50 زره كسانو ته د وتلو امر
لاس اېنجلس ۔23جنوری(اے پی پی) د لاس اينجلس په يوه بله سيمه كښې په لويه كچه د اور لګېدو پیښه رامخې ته شوه ٬ چارواكو دغې سيمې څخه 50 زره كسانو ته د وتلو امر كړے۔ د کېلی فورنیا ډیپارټمنټ آف فارېسټری اېنډ فائر پروټېکشن له مخې نوي اور كوم ته چې د هیوز فائر نامه وركړې شوې د شورؤ په ورځ سهار ولګېدو كوم چې 9 زره اېكټر څخه زياته زمكه اغېزمنده كړه٬ په دې د قابو موندلو هڅه په بشپړه توګه كاميابه نه شوه۔ د نيويارك ټائمز رپورټ له مخې نوے اور په لاس اېنجلس كښې يو تفريحي ليك کاسټېک ته نزدے دے كوم چې د ایټن او پلیسیډز اور څخه نزدې د 40 كلوميټرو په مسافت دے۔ د فائر پروټېکشن ادارې له مخې په پیلیسیډز كښې لګېدلي اور 23,448 اېکړ زمكه اغېزمنده كړې او تر دې دمه د دې په 68 فیصده برخه قابو موندلے شوے۔ د ایټن اور 14,021 اېکړ زمكه سوزولې ده او د دې په 91 فيصده برخه قابو موندلے شوے ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې څخه وړاندې په لاس اېنجلس كښې په 5 ځايونو كښې اور لګېدلے ؤ كومو ته چې پیلیسډزفائر، ایټن فائر، هرسټ فائر، سن سېټ فائر او د لډیا فائر نامې وركړې شوې دي۔











