ډيووس۔ 23 جنوري(اے پي پي) امرېكې د ناټو خپلو اتحاديانو ته وئېلي دي چې هغوي د دفاعي اتحاد په پراختيا د غور كولو نه وړاندې دې وړومبے د اجتماعي دفاع لپاره خپله منصفانه برخه واچوي۔ د زيارت په ورځ د امرېكې استازي رچرډ ګېنل په ډيووس كښې يوه دستوره كښې د ويډيو لنك د لارې خطاب كولو۔ ده ووئېل امريكا كښې به د غېر متوقع او سختو مسائلو سره مخ …
د ناټو پراختيا غوښتونكې دې د اجتماعي دفاع لپاره خپله منصفانه برخه واچوي
ډيووس۔ 23 جنوري(اے پي پي) امرېكې د ناټو خپلو اتحاديانو ته وئېلي دي چې هغوي د دفاعي اتحاد په پراختيا د غور كولو نه وړاندې دې وړومبے د اجتماعي دفاع لپاره خپله منصفانه برخه واچوي۔ د زيارت په ورځ د امرېكې استازي رچرډ ګېنل په ډيووس كښې يوه دستوره كښې د ويډيو لنك د لارې خطاب كولو۔ ده ووئېل امريكا كښې به د غېر متوقع او سختو مسائلو سره مخ كېدل پغاړه كېږي ۔ د امرېكې استازي په څرګندو ټكو ووئېل چې هر كله د ناټو موجوده غړي په دفاعي بجټ كښې خپله منصفانه برخه نه اچوي بيا هغوي د امرېكې اولس ته د ناټو تحفظ له د چهترۍ پراخه كولو هم نشي وئېلي چې پكښې نېدر لېنډ هم شامل دے۔ د كوم پخوانے وزيراعظم مارك روټے چې دا وخت د ناټو جنرل سېكرټري دے۔د امرېكې استازي په دې وخت د صدر ټرمپ د ناټو غړو نه د دفاع لپاره د زيات مصرف كولو د غوښتنې پخلے وګړو۔ ده ووئېل مونږ له دا خبره باوري كول ضروري ده چې د ناټو غړي هېوادونه په دې مد كښې هغه رقم مصرف كوي د كوم چې مونږ ته د خپلې دفاع جوګه كولو لپاره د خرڅ كولو ضرورت دے۔ په دې مهال د امرېكې استازي د يوكرېن جنګ بندولو لپاره د روس صدر ولاديمير پېوټن سره د خبرو نه كولو په اړه په تېر امريكايې صدر بائېډن ټكونه وكړل۔ ده ووئېل د امرېكې اولس په دې خبره د مايسۍ ښكار كېږي چې مونږ په يوكرېن جنګ اربونه ډالر مصرف كوو او زمونږ لارښود د دې مسائلو حل كولو لپاره د چا سره خبرې نه كوي۔ په دې مهال د ناټو سېكرټري جنرل مارك روټے د صدر ټرمپ د موقف پخلے وكړو چې اروپا له به د امرېكې دفاعي مرستې لپاره لا بار پورته كول ورپغاړه كېږي











