ریاض ۔23 جنوری(اے پی پی) سعودي عربستان په راروانو څلور كلونو كښې امريكا سره د خپل تجارت او سرمايه كارۍ حجم لږ تر لږ تر 600 اربه ډالرو زياتو اراده ښكاره كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې تېره شپه د ټېلېفوني خبرو په مهال سعودي ولي عهد خپلې دې منصوبې په اړه امريكائي صدر ټرمپ خبر كړو۔ ټرمپ د نړۍ تر ټولو لوے معيشت كښې په پراخا كچه …
سعودي په امريكا كښې سرمايه كاري تر 600 ارب ډالرو زياتول غواړي ٬ د ولي عهد او ټرمپ ترمينځه ټيليفوني خبرې
ریاض ۔23 جنوری(اے پی پی) سعودي عربستان په راروانو څلور كلونو كښې امريكا سره د خپل تجارت او سرمايه كارۍ حجم لږ تر لږ تر 600 اربه ډالرو زياتو اراده ښكاره كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې تېره شپه د ټېلېفوني خبرو په مهال سعودي ولي عهد خپلې دې منصوبې په اړه امريكائي صدر ټرمپ خبر كړو۔ ټرمپ د نړۍ تر ټولو لوے معيشت كښې په پراخا كچه د اصلاحاتو عزم ښكاره كړے دے۔ شهزاده بن سلمان ووئيل چې مملکت د همكارۍ او سرمايه كارۍ په موقعو كښې برخه اخستلو كښې خوښي لري بياهم د سرمايه كارۍ په اړه تفصيلات وړاندې كړې شوې نه دي۔ دواړو لارښودو په منځني ختيز كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام ته وده وركولو او د ترهګرۍ په ضد د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ګل په ورځ د واك تر اخيستو وروستو ټرمپ وئيلي چې هغه به د امريكا وقار بحال كړي او اقتصادي طاقت به يۍ بيا ورغوي۔











