ریاض ۔23جنوری(اے پی پی) سعودي عربستان په غزه کښې د جنګ بندۍ بحال ساتلو په اهميت زور راوړے دے۔ د العربيه له مخې سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان باور وركړے چې په غزه کښې د جنګ بندۍ د تحفظ مسوولیت په سیمه كښې د ټولو په غاړه دے۔ ده هیله څرګنده کړه چې په غزه کښې د اسرائیل او حماس ترمينځه د جنګ بندۍ لوظنامه به په پياوړي …
په غزه کښې د جنګ بندۍ د تحفظ مسووليت زمونږ د ټولو په غاړه دے : سعودي عربستان
ریاض ۔23جنوری(اے پی پی) سعودي عربستان په غزه کښې د جنګ بندۍ بحال ساتلو په اهميت زور راوړے دے۔ د العربيه له مخې سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان باور وركړے چې په غزه کښې د جنګ بندۍ د تحفظ مسوولیت په سیمه كښې د ټولو په غاړه دے۔ ده هیله څرګنده کړه چې په غزه کښې د اسرائیل او حماس ترمينځه د جنګ بندۍ لوظنامه به په پياوړي ډول په ځاې ساتلې شي۔ د امريكا ٬ مصر او قطر وساطت سره شوې د جنګ بندۍ دا لوظنامه د اتوار ورځې څخه عملي شوې ده٬ بياهم د دې د ماتېدو اندېښنې هم موجود دي۔ دا خبره دې ياده وي چې تر 15 مياشتو له روانو خونړیو جګړو او سختو هڅو څخه وروسته لاسلیک شوې دا لوظنامه په 3 پړاؤنو مشتمل ده د كومې په اولني پړاؤ چې عملدرآمد پېل شوے دے۔











