رياض 22 جنوري (اے پي پي) سعودي عرب د فلسطين اولس لپاره د مرستي كمپائن برخي په توګه د شاه سلمان مرکز د لارې نورې دوه قافلې شمالي غزه ته لېږلې دي۔اېس پي اے له مخې د مرستي سامان به د كورنيو ضروريات پوره كړي۔د دې مقصد شمالي غزه كښې خپلو كورونو ته بيرته تلوونكو فلسطينيانو له ريليف وركول دي۔د مرستې قافلو كښې شيلټرکټس، کمبلي، ګدۍ، د خوراك څښاك سامان …
سعودي عرب د مرستي نوري قافلې غزه ته ولېږلي
رياض 22 جنوري (اے پي پي) سعودي عرب د فلسطين اولس لپاره د مرستي كمپائن برخي په توګه د شاه سلمان مرکز د لارې نورې دوه قافلې شمالي غزه ته لېږلې دي۔اېس پي اے له مخې د مرستي سامان به د كورنيو ضروريات پوره كړي۔د دې مقصد شمالي غزه كښې خپلو كورونو ته بيرته تلوونكو فلسطينيانو له ريليف وركول دي۔د مرستې قافلو كښې شيلټرکټس، کمبلي، ګدۍ، د خوراك څښاك سامان او د اوبو کنټينر او نور بنيادي ضرورت شامل دي۔د سعودي سينټر فار کلچر اينډ هيريټج كوم چې د غز پټي كښې شاه سلمان مرکز ايګزيکټيو پارټنر دے، شمالي غزه كښې په سمدستي توګه د مرستي سامان وركول پېل كړے دغسې چې خپلو كورونو ته د بيرته تلوونكو فلسطينيانو بنيادي ضروريات پوره كيدو له مرسته تر لاسه شي۔دا اقدام د سعودي عرب د اړخه شاه سلمان مرکز د لارې وركړې كيدونكي انساني او امدادي پروګرام او د منصوبو فريم ورك كښې راځي۔











