پېرس۔ 21 جنوري (اے پي پي) فرانس وئېلي دي كه اروپا د نوې امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ پاليسيو په ضد مزاحمت ونه كړو نو دوي به بې وسه كړے شي۔ د اے ايف پي تر مخه دا خبره فرانسوي وزيراعظم فرانكوبائرو يو بيان كښې وكړه۔ ده د فرانس په سوئېلي ختيز ښار پاؤ كښې د امرېكې د نوې انتظاميه ډالر ٬ انډسټري او سرمايه كارۍ په حقله د پاليسيو پلو …
اروپا كه د نوو امريكائي پاليسيو په ضد مزاحمت ونه كړو نو دوي به بې وسه كړے شي٬ فرانس

مزید خبریں
پېرس۔ 21 جنوري (اے پي پي) فرانس وئېلي دي كه اروپا د نوې امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ پاليسيو په ضد مزاحمت ونه كړو نو دوي به بې وسه كړے شي۔ د اے ايف پي تر مخه دا خبره فرانسوي وزيراعظم فرانكوبائرو يو بيان كښې وكړه۔ ده د فرانس په سوئېلي ختيز ښار پاؤ كښې د امرېكې د نوې انتظاميه ډالر ٬ انډسټري او سرمايه كارۍ په حقله د پاليسيو پلو اشاره كولو سره ووئېل نوي ټاكلي صدر ډونلد ټرمپ د سوګند بورته كولو سره د امرېكې د داسې سياست كولو پركړه كړې كوم چې د غېر معمولي بر لاسي وړ وي ٬ كه مونږ څه ونه كړل نو زمونږ مقدر موڼږ ته مخا مخ ولاړ دے۔ مونږ به مغلوب شو ٬ وچقولې به شوو او بې وسه بې كړے شوو۔ دا هر څه اوس په فرانسوي اولس او اروپا منحصر دي ځكه چې د اروپا نه بغېر دا ممكن نه دي۔د ده وېنا وه د ډونلډ ټرمپ راتګ مونږ او زمونږ زمه وارۍ يو بل ته مخامخ كړې دي ۔ او دا د چين طاقت هم راپارونكے صورتحال دے۔ د دې نه وړاندې د فرانسوي صدر ايمانوېل مېكرون هم وئېلي دي د ډونلډ ټرمپ بيا ټاكلے كېدو سره په امريكا انحصار كولو كښې كمے په خاص توګه د دفاع په څانګه كښې د اروپا د تزويراتي آزادۍ ضرورت رامخې ته شوے دے۔









