عرب او مسلمانان به د خپلواكۍ حق او رياست ترلاسه كولو له د فلسطيني اولس د مبارزې نه وروستو نه شي: په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي د سلامتي كونسل غونډه كښې څرګندونې

ملګري ملتونه ۔21جنوری(اے پی پی) په اوسنيو پوځي كارروائيو كښې د منځي ختيز د څېرې بدلولو اسرائيلي ادعا مسترد كولو سره پاكستان په دې خبره زور راوړے چې د اسرائيلي پوځي كارروائيو باوجود د منطقې روح ځپلے شوے نه دے او عرب او مسلمانان به د خپلواكۍ حق او رياست ترلاسه كولو له د فلسطيني اولس مبارزې څخه وروستو نه شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر …

ملګري ملتونه ۔21جنوری(اے پی پی) په اوسنيو پوځي كارروائيو كښې د منځي ختيز د څېرې بدلولو اسرائيلي ادعا مسترد كولو سره پاكستان په دې خبره زور راوړے چې د اسرائيلي پوځي كارروائيو باوجود د منطقې روح ځپلے شوے نه دے او عرب او مسلمانان به د خپلواكۍ حق او رياست ترلاسه كولو له د فلسطيني اولس مبارزې څخه وروستو نه شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نېتن ياهو د منځني ختيز د څېرې بدلولو ادعا حواله وركولو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته ووئيل اسرائيلي د منځني ختيز روح بدل كړے او نه به بدل كړے شي۔ ده زياته كړه چې په دې بدلېدونكې سټرېټجك منظرنامه كښې به هم عرب او مسلمانان د فلسطين وګړو يو برابر حقونو او د خپلواكۍ حق او رياست ترلاسه كولو له د هغوي د مبارزې او ستړو ملاتړ څخه وروستو نه شي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش په غزه كښې د اتوار په ورځ د عارضي حنګ بندۍ ٬ د اسرائيلي بريدونو د لاسه په لبنان كښې د پېل شوې دښمنۍ ختمېدو او په سوريه كښې د بشار الاسد د حكومت ختمېدو په پس منظر كښې كېدونكے بحث پېل كړو۔ ده د لبنان خپلې دورې ذكر كولو سره ووئيل زمونږ ذمه واري ده چې دا خبره باوري كولو كښې مرسته وكړؤ چې د منځني ختيز اولس به د امن ٬ وقار او هيلو سره د دې كړكېچنې وضعې څخه بهر شي۔ ده ووئيل د غزه جنګ بندي او د يرغمال شوو د خوشې كولو لوظنامه د اميد څيره ده۔پاكستاني استازي ووئيل د سلامتي كونسل او نړيوالې ورورولۍ لخوا د فلسطين وګړو ته هم لائن وركوؤنكې د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن آر ډبليو اے بندولو له د اسرائيلي هڅو بايد بشپړ مخالفت وكړے شي۔ ده باور وركړو چې پاكستان به د محاصره شوو خلكو مرسته كوي۔ ده نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د غزه بيا ودانۍ لپاره كوټلې منصوبه بندي وكړي او په تندۍ دې د فلسطين وګړو مرسته په عملي توګه وكړي