جكارته 21جنوري (اے پي پي ) د انډونېزيا مينځنۍ جاوا ولايت كښې د سخت باران په نتيجه كښې د خاور كمرو لوېدو له امله لږ تر لږه 16 كسان مړه شوي او پنځه بې دركه شوي دي ۔د نهې په ورځ د اے ايف پي له مخې د مينځنۍ جاوا پيكالونګن ښار پوليس چيف ډوني پراكو سو ځايې خپرونې ادارې ميټروټي وي ته ووئېل جاوا ولايت كښې د سخت باران …
انډونېزيا٬مينځنۍ جاوا كښې د خاورو كمرو لوېدو په نتيجه كښې 16 كسان مړه شول

مزید خبریں
جكارته 21جنوري (اے پي پي ) د انډونېزيا مينځنۍ جاوا ولايت كښې د سخت باران په نتيجه كښې د خاور كمرو لوېدو له امله لږ تر لږه 16 كسان مړه شوي او پنځه بې دركه شوي دي ۔د نهې په ورځ د اے ايف پي له مخې د مينځنۍ جاوا پيكالونګن ښار پوليس چيف ډوني پراكو سو ځايې خپرونې ادارې ميټروټي وي ته ووئېل جاوا ولايت كښې د سخت باران او خاورو كمرو لوېدو له امله د 16 كسانو د مرګونو تصديق شوے ۔ژوبل شوي 10 كسان روغتونونو او نزدې كميونټۍ هېلت سنټر ته لېږلې شوي۔ده ووئيل د مرستې كاركنان د خاورو كمرو لوېدو له امله ځپلو سيمو كښې لږ تر لږه د 5 بې دركه كسانو لټولو كښې بوخت دي۔د مينځني جاوا ډيزاسټر ايجنسۍ يو اهلكار برګاس كيټور ساسي پينا نګنګن ووئېل تر سيمې رسنه كښې د ستونزو له امله د لټون په هلو ځلو كښې تاخير راغلے٬زياتره خلق د خاورو لاندې ګير شوي دي ۔









