تائیوان كښې زلزله ،27 كسان ژوبل شول

تائي پے ۔21جنوري (اے پي پي)تائیوان كښې د 6.0 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړے شول ۔ د اے ایف پي تر مخه کے د امریکې جیولوجیکل سروے ووئېل د زلزلې مرکز د جنوبي تائیوان په ضلع یوجنګ كښې قطب پلو په زمكه كښې 12 کلومیټر (7.5 میل) ژور رېكارډ كړے شو ۔ د امریکی جیولوجیکل سروے ووئېل د زلزلې د لاسه 27 كسان ژوبل شول ۔ د ځائي چارواكو تر …

تائي پے ۔21جنوري (اے پي پي)تائیوان كښې د 6.0 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړے شول ۔ د اے ایف پي تر مخه کے د امریکې جیولوجیکل سروے ووئېل د زلزلې مرکز د جنوبي تائیوان په ضلع یوجنګ كښې قطب پلو په زمكه كښې 12 کلومیټر (7.5 میل) ژور رېكارډ كړے شو ۔ د امریکی جیولوجیکل سروے ووئېل د زلزلې د لاسه 27 كسان ژوبل شول ۔ د ځائي چارواكو تر مخه زلزله د خاورو كمرو پرېوتولو او د كورونو چھتونه د پرېوتو سبب وګرځېده ۔ د تائیوان سنټرل ویدر ایډمنسټریشن ووئېل د 50 نه زيات آفټر شاکس ریکارډ کړے شوي كوم چې د ابتدائي زلزلې شدت 6.4 ښودلے دے ۔ نیشنل فائر ایجنسي ووئېل د زلزلې څخه د څو كورونو بامونه غورزېدلي او سړکونه د كاڼو او لینډ سلائیډنګ څخه بند شوي دي۔

مزید خبریں