ریاض ۔21جنوری (اے پی پی)د سعودي عربستان د حج او عمره وزارت د حج خذماتو لوظنامې بشپړولو وروستۍ نېټه د فرورۍ مياشتې 14مه نېټه ټاكلې ده۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي عربستان د حج او عمره وزارت وئيلي دي چې د ټولو هېوادونو حج مشنز او ادارې دې د خپلو هېوادونو عازمينو لپاره د حج خذماتو لوظنامه د روان كال فرورۍ مياشتې تر 14 مې نېټې بشپړ …
سعودی عربستان ، د حج خذماتو لوظنامې بشپړولو وروستۍ نيټه د فرورۍ 14 مه وټاكلې شوه

مزید خبریں
ریاض ۔21جنوری (اے پی پی)د سعودي عربستان د حج او عمره وزارت د حج خذماتو لوظنامې بشپړولو وروستۍ نېټه د فرورۍ مياشتې 14مه نېټه ټاكلې ده۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي عربستان د حج او عمره وزارت وئيلي دي چې د ټولو هېوادونو حج مشنز او ادارې دې د خپلو هېوادونو عازمينو لپاره د حج خذماتو لوظنامه د روان كال فرورۍ مياشتې تر 14 مې نېټې بشپړ كړي۔وزارت په دې خبره زور راوړے چې ټاكلې نېټه ختمېدو څخه وورستو به كوم هم ډول لوظنامه قبلولې نه شي۔ د حج وزارت په دې خبره هم زور راوړے دے چې حج مشنز دې د خپلو خپلو هېوادونو عازمين د ځائي قوانينو او د حج تعليماتو په اړه خبرولو سره سره هغوي په دې د عمل كولو پابند كړي۔ دغسې عازمين دې مملكت ته رسېدو څخه وروستو د ترلاسه كېدونكي شناختي كارډ ٬ نسك كارډ اهميت څخه هم خبر كړي۔










