ویټیکن سټی ۔20جنوری(اے پی پی) د مسیحيانو د کېتھولک فرقې مشر پوپ فرانسس غوښتنه كړې چې فريقېن دې د غزه جنګ بندۍ په لوظنامه سمدستي عمل او د دې احترام وكړي۔ د العربيه له مخې ده په خپل بيان كښې د غزه جنګ بندۍ لوظنامې په باوري كولو كښې د كردار ترسره كوؤنكو ثالثانو مننه وكړه او په هغوي يۍ زور راوړو چې په بشري بنيادونو دې دغلته د مرستې …
فريقېن دې د غزه جنګ بندۍ په لوظنامه سمدستي عمل او د دې احترام وكړي: پوپ فرانسس

مزید خبریں
ویټیکن سټی ۔20جنوری(اے پی پی) د مسیحيانو د کېتھولک فرقې مشر پوپ فرانسس غوښتنه كړې چې فريقېن دې د غزه جنګ بندۍ په لوظنامه سمدستي عمل او د دې احترام وكړي۔ د العربيه له مخې ده په خپل بيان كښې د غزه جنګ بندۍ لوظنامې په باوري كولو كښې د كردار ترسره كوؤنكو ثالثانو مننه وكړه او په هغوي يۍ زور راوړو چې په بشري بنيادونو دې دغلته د مرستې رسونه زياته كړې شي او بنديان د خوشي كولو نه پس دې خپلو كورونو ته ولېږلې شي۔ پوپ فرانسس هيله څرګنده كړه چې ټول فريقېن به غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې احترام وكړي۔ پوپ دې څخه وړاندې هم د جنګ بندۍ او په بشري بنيادونو غزه ته د مرستې پرله پسې رسنې ملاتړ كړے ؤ ۔










