په نائيجيريا كښې د تېلو په ټانكر د اورلګېدنې له امله 70 كسان مړه شول

ابوجا۔20جنوری(اے پی پی) د نایجیریا قطبي منځنۍ سيمه كښې په لويه لاره د تیلو په یو ټانکر د اورلګېدنې پېښې له امله لږ تر لږ 70 کسان مړه شوي دي۔ د امريكې نيوز ايجنسي اېسوسي اېټډ پرېس د نائيجريا اېمرجنسي رېسپانس اژانس تر مخه ووئيل دا پېښه تېره ورځ سليجا نومې سيمې ته نزدې په لويه لار رامخې ته شوه۔ د نېسشنل اېمرجنسي مېنجمنټ ايجنسۍ وياند حسېني عيسی ميډيا سره …

ابوجا۔20جنوری(اے پی پی) د نایجیریا قطبي منځنۍ سيمه كښې په لويه لاره د تیلو په یو ټانکر د اورلګېدنې پېښې له امله لږ تر لږ 70 کسان مړه شوي دي۔ د امريكې نيوز ايجنسي اېسوسي اېټډ پرېس د نائيجريا اېمرجنسي رېسپانس اژانس تر مخه ووئيل دا پېښه تېره ورځ سليجا نومې سيمې ته نزدې په لويه لار رامخې ته شوه۔ د نېسشنل اېمرجنسي مېنجمنټ ايجنسۍ وياند حسېني عيسی ميډيا سره خبرو كښی ووئيل دا پېښه ټانكر څخه تېل منتقل كولو له د جنرېټر كارولو له امله رامخې ته شوه۔ د اورلګېدو په نتيجه كښې 70 كسان مړه شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په نائيجيريا كښې د توکو رسولو لپاره د رېل فعاله نظام نشتوالي له امله په سترو لارو دا ډول خطرناکې پېښې رامنځ ته کیږي

مزید خبریں