غزہ ۔20جنوری(اے پی پی) په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې په اولني پړاؤ عملدرآمد پېل كېدو څخه وروستو اسرائيلي چارواكو 90 فلسطينيان خوشې كړي كوم چې خپلو كورونو ته رسېدلې دي۔ د اسرائيل زندانونو څخه خوشې كړے شوو كښې 69 مېرمنې او 21 كم عمر لرونكې هلكان شامل دي۔ د بي بي سي له مخې خوشي كړے شوي 90 فلسطينيان چې څه وخت لوېديزې غاړې ته ورسېدل نو ګڼ …
په غزه كښې جنګ بندي ٬ د اسرائيل زندانونو څخه خوشې كړې شوي90 فلسطينيان خپلو كورونو ته ورسېدل
غزہ ۔20جنوری(اے پی پی) په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې په اولني پړاؤ عملدرآمد پېل كېدو څخه وروستو اسرائيلي چارواكو 90 فلسطينيان خوشې كړي كوم چې خپلو كورونو ته رسېدلې دي۔ د اسرائيل زندانونو څخه خوشې كړے شوو كښې 69 مېرمنې او 21 كم عمر لرونكې هلكان شامل دي۔ د بي بي سي له مخې خوشي كړے شوي 90 فلسطينيان چې څه وخت لوېديزې غاړې ته ورسېدل نو ګڼ شمېر فلسطينيانو ورته تود هركلے اووې۔ د جنګ بندۍ لوظنامې اولني پړاؤ په نتيجه كښې هيله ده چې د اسرائيل لخوا به 19 سوه فلسطيني وګړي او د دغې په بدل كښې 33 اسرائيلي يرغمال شوي خوشې كړې شي۔ د جنګ بندۍ لوظنامې اولني پړاؤ په نتيجه كښې درې اسرائيلي يرغمال شوې مېرمنې 31 كلنه دورون سټین بریچر، 28 كلنه اېملی دیماری او 24 كلنه رومی ګونین خوشې كړې شوي كومې چې تل ابيب ته رسېدلې دي۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو لخوا وئيلې شوي چې د جنګ بندۍ لوظنامې اولني پړاؤ په نتيجه كښې د اتوار په ورځ د مرستې سامان وړونكې 630 ټركونه غزه ته داخل شوي دي











