په غزه د اسرئيل هوائي بريدونو كښې نور 30 تنه فلسطينيان شهيدان شول

غزہ۔16جنوری (اے پی پی) په غزه کښې د اسراییلو په هوايي برید کښې 30 تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي۔ د شنهوا د خبر له مخې د فلسطين د دفاع وزارت وياند محمود بسال تېره ورځ وويل د غزې په تړانګه کښې د اوربند له اعلان وروسته د اسرائيلو جنګي الوتکو د غزې په يو شمېر سيمو خپل بريدونه زيات کړي دي. د غزې د لویدیځې غاړې په شېخ رضوان محله …

غزہ۔16جنوری (اے پی پی) په غزه کښې د اسراییلو په هوايي برید کښې 30 تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي۔ د شنهوا د خبر له مخې د فلسطين د دفاع وزارت وياند محمود بسال تېره ورځ وويل د غزې په تړانګه کښې د اوربند له اعلان وروسته د اسرائيلو جنګي الوتکو د غزې په يو شمېر سيمو خپل بريدونه زيات کړي دي. د غزې د لویدیځې غاړې په شېخ رضوان محله كښې د انجینئرانو سنډیکېټ ته نږدې په يو برید کې 18 فلسطینیان شهیدان او 20 نور ټپیان شول۔ دغسې د غزې په شمال کښې په یو کور د بريد په نتيجه كښې 7 فلسطینیان شهیدان شول او د غزې د ختیځ ښار په الدراج سیمه کښې یو کور په نخښه كړې شوي چې په نتيجه كښې يۍ 3 تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي۔ دې نه ځانله د سوئيلي غزه په خان يونس كښې د ناصر ميډيكل سیمه ایزو سرچینو د دغه ښار په جنوب کښې د قزان رشوان په سیمه کښې په یو کور د بريد له امله د 2 فلسطینیانو شهيد كېدو اطلاع وركړې ده۔