انتها پسند اسرائېلي وزير د جنګ بندۍ لوظنامې په صورت د حكومت نه د جلا كېدو دړكه وركړه

تل ابيب ۔15 جنوري (اے پي پي) د اسرائيل د داخله او سلامتيا وزير او د انتها پسند يهودي ګوند مشر تيمار بين ګوير وزيراعظم نيتن له دړكه وركړې كه هغه په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظ نامه وكړه نو زه به د حكومت نه جلا شم ۔ د العربيه تر مخه هغه تېره ورځ په سوشل مېډيا پېلټ فارم ايكس ووئېل دا زمونږ سره وروستۍ موقعه ده چې …

تل ابيب ۔15 جنوري (اے پي پي) د اسرائيل د داخله او سلامتيا وزير او د انتها پسند يهودي ګوند مشر تيمار بين ګوير وزيراعظم نيتن له دړكه وركړې كه هغه په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظ نامه وكړه نو زه به د حكومت نه جلا شم ۔ د العربيه تر مخه هغه تېره ورځ په سوشل مېډيا پېلټ فارم ايكس ووئېل دا زمونږ سره وروستۍ موقعه ده چې موڼږ د غزه جنګ په مهال د مړو شوو 400 اسرائيلي عسكرو مرګونه د جنګ بندۍ په كولو ضائع نه كړو ۔ واضحه دې وي چې د ګل په ورځ د اسرائيل د خزانې وزير بزليل سموټريچ هم د جنګ بندۍ لوظنامه د اسرائيل لپاره تباهي ګرځولې وه او د دغې په بله ورځ د اسرائيل د داخلي سلامتيا وزير ايتمار بېن ګوير د جنګ بندۍ لوظنامې په صورت د حكومت نه د جلا كېدو دړكه وركړې ده۔