ايران سره سټريټجكي پارټنر شپ به د كوم هېواد خلاف نه وي۔روس

ماسكو 15 جنوري (اے پي پي) روس وئيلي دي ايران سره سټريټجكي پارټنر شپ به د كوم هېواد خلاف نه وي۔دا خبره د روس خارجه وزير سرګئي لاوروف تيره ورځ كړې ۔ د العربيه اردو له مخې ده ايران سره د روس سټريټجكي پارټنر شپ لوظنامې امكان په اړه ووئيل د دواړو هېوادونو دا شراكت داري به د كوم بل هېواد په خلاف نه وي۔ كريملن يوه ورځ وړاندې اطلاع …

ماسكو 15 جنوري (اے پي پي) روس وئيلي دي ايران سره سټريټجكي پارټنر شپ به د كوم هېواد خلاف نه وي۔دا خبره د روس خارجه وزير سرګئي لاوروف تيره ورځ كړې ۔ د العربيه اردو له مخې ده ايران سره د روس سټريټجكي پارټنر شپ لوظنامې امكان په اړه ووئيل د دواړو هېوادونو دا شراكت داري به د كوم بل هېواد په خلاف نه وي۔ كريملن يوه ورځ وړاندې اطلاع وركړې وه چې د روس صدر ولاديمير پيوټن او ايران صدر مسعود پزشكيان به په 17 جنوري دوه اړخيزه خبرو اترو نه پس په دې غير معمولي لوظنامه لاس ليك كوي۔ كريملن له مخې دواړه مشران به د تجارت او سرمايه كاري، نقل و حمل او انساني وسائلو په اړه بېلو څانګو كښې په مرسته زياتولو غور كوي او د سيمې او په نړيواله كچه د موجود صورتحال به جاج اخلي