د سعودي ولي عهد سره د يونان وزيراعظم ملاقات٬اړيكو او بېلو څانګو كښې د مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه

رياض14 جنوری (اے پی پی)د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د العلا ښار سرمائي كيمپ كښې د يونان وزيراعظم كيريا كوس متسوتاكس ملاقات كړے چې پكښې د سعودي عرب او يونان ترمينځه اړيكو او بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه شوی۔د اردو نيوز له مخې په ملاقات كښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په دې اړهپه …

رياض14 جنوری (اے پی پی)د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د العلا ښار سرمائي كيمپ كښې د يونان وزيراعظم كيريا كوس متسوتاكس ملاقات كړے چې پكښې د سعودي عرب او يونان ترمينځه اړيكو او بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه شوی۔د اردو نيوز له مخې په ملاقات كښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او په دې اړهپه شوو هڅو هم خبرې شوې۔ ملاقت كښې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د يونان وزيراعظم ته د هېواد په دوره كولو هركلي اووې او هغه يې د سعودي ورثه او كلتور په اړه خبر كړو۔د سعودي ولي عهد او يوناني وزيراعظم د سعودي-يونان سټريټجك پارټنرشپ كونسل غونډې هم مشري وكړه كومه كښې چې د ګڼ شمېر چارو جاج واخستلېر شو۔په دې موقع د مدينه منوره ګورنر شهزاده سلمان بن سلطان بن عبدالعزيز٬د رياض ريجن نائب ګورنر شهزاده محمد بن عبدالرحمان بن عبدالعزيز٬د نېشنل ګارډ وزير شهزاده عبدالله بن بندر بن عبدالعزيز٬خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان او نور وزيران او عهديداران هم موجود وو۔