د سعودي پوځ په عرب هېوادونو كښې په دويم ٬ نړيوال رينكنګ كښې په 24 م لمبر دے

رياض 13جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب وسله وال پوځ د نړۍ تر ټولو زيات طاقت لرونكو پوځونو په رنكنګ كښې په 24 م نمبر دے او په عرب هېوادونو كښې په دويم لمبر دے۔ د ايس اے پي تر مخه نړيوالې ادارې د نړۍ تر ټولو زياتو طاقتورو پوځونو فهرست مرتب كړے چې پكښې د 145 هېوادونو د پوځونو رينكنګ شوے دے ۔ په عرب هېوادونو كښې مصر …

رياض 13جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب وسله وال پوځ د نړۍ تر ټولو زيات طاقت لرونكو پوځونو په رنكنګ كښې په 24 م نمبر دے او په عرب هېوادونو كښې په دويم لمبر دے۔ د ايس اے پي تر مخه نړيوالې ادارې د نړۍ تر ټولو زياتو طاقتورو پوځونو فهرست مرتب كړے چې پكښې د 145 هېوادونو د پوځونو رينكنګ شوے دے ۔ په عرب هېوادونو كښې مصر اول ٬ سعودي عرب په دويم ٬ الجزائر په درېم ٬ عراق په څلورم او د امارات پوځ په 5 لمبر ګرځولے شوے ۔ په نړيواله كچه د امريكا پوځ په اول٬ د روسيه دويم٬ د چين پوځ په دريم او د هند پوځ په څلورم لمبر ٬ دغسې د سوئېلې كوريا په 5 لمبر ګرځولے شوے۔ په رېنكنګ كښې وسله ٬ د اهلكارو شمېره ٬ استعداد ٬ مشق ٬ ټېكنالوجي او لاجسټك وسائل تر نظره ساتلې شوي دي ۔