د امارات دويمه سمندري بيړۍ د مرستې 3 زره ټنه سامان سره بيروت ته ورسيده

بېروت۔13جنوری(اے پی پی) د متحده عرب امارات دويمه بحرۍ بېړۍ لبنان لپاره درې زره ټنه د مرستې سامان اوړلو سره بېروت ته ورسېده۔ د اردو نيوز له مخې دا بحري بېړۍ جبل علي پورټ څخه بېروت لپاره روانه كړې شوې وه۔ په دې موقعه په بېروت بندر ځاې د لبنان د ماحوليات وزير ٬ د حكومتي اېمرجسني كمېټۍ مشر ناصر ياسين او د سپريم ريليف اتھارټي چيئرمېن باسم النابلسي سمندري …

بېروت۔13جنوری(اے پی پی) د متحده عرب امارات دويمه بحرۍ بېړۍ لبنان لپاره درې زره ټنه د مرستې سامان اوړلو سره بېروت ته ورسېده۔ د اردو نيوز له مخې دا بحري بېړۍ جبل علي پورټ څخه بېروت لپاره روانه كړې شوې وه۔ په دې موقعه په بېروت بندر ځاې د لبنان د ماحوليات وزير ٬ د حكومتي اېمرجسني كمېټۍ مشر ناصر ياسين او د سپريم ريليف اتھارټي چيئرمېن باسم النابلسي سمندري بېړۍ ته هركلې ووې۔ په سمندري بېړۍ خوراكي توكي ٬ د يخنۍ موسم ملبوسات او مېرمنو او كوچنيانو لپاره د ضرورت سامان موجود دے۔ د دې نه ځانله تر دې دمه د 14 الوتكو د لارې 610 ټن د مرستې سامان لبنان ته لېږلے شوے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د امارات صدر شېخ بن زاید آل نهیان لبنان له په فوري توګه د 100 ملين امريكائي ډالر مرستې پېكج لېږلو هدايت كړې ؤ۔